په سیمې دنړیوال استکباردسلطې خوب به هیڅکله هم پوره نشي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i94460-په_سیمې_دنړیوال_استکباردسلطې_خوب_به_هیڅکله_هم_پوره_نشي
نن د ایران د اسلامی جمهوریت د سمندري ځواک د :پيکان : نومې توغندوي کشتۍ د پرسنلو حماسه پنځونې کلیزه ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 27, 2020 10:16 Asia/Kabul
  • په سیمې دنړیوال استکباردسلطې  خوب به هیڅکله هم پوره نشي

نن د ایران د اسلامی جمهوریت د سمندري ځواک د :پيکان : نومې توغندوي کشتۍ د پرسنلو حماسه پنځونې کلیزه ده .

ایسنا خبری اژانس راپور ورکړ  د ایران د پوځ لوي درستیز  سردار تورن جنرال  محمد حسین باقري  نن د  ایران داسلامی جمهوریت د  پوځ د سمندري ځواک د ورځې په مناسبت  په پيغام کې یادونه کړې ، ددغه ځواک د اقتدار او عظمت وړانګو ، د سیمې پر امنیتی مولفو د سلطې لپاره له سیمې د  ورهاخوا دقدرتونو او نړیوال استکبار  خوب باطل کړ .

 نن د  ایران د اسلامی جمهوریت د سمندري ځواک د :پيکان : نومې توغندوي کشتۍ  د پرسنلو  حماسه پنځونې  کلیزه ده .

سردار باقري روښانه کړې ، د اسلامی ایران د پوځ سمندری ځواک د نړیوال استکبار او تیریګرو قدرتونو د خوب په باطلولو سره   په سمندرونو ا و شاوخوا  شیمو کې د سولې،دوستۍ او امنیت پيغام خور کړی دی .سردار باقري همداراز زیاته کړې ده،د ایران د پوځ سمندري ځواک او دسپاه پاسدارانو  سمندري ځواک د ځانګړو او سترو ماموریتونو د ترسره کولو لپاره  په ظرفیَت جوړونې سره ، خپل سټراټژيک پلانونه  د فارس خلیج عمان سمندر او هند سمندر  له سواحلو رانیولې ،د دلیرې پراتو سمندرونو او سواحلو پورې پراخ کړي  او د سیمه ایز امنیت د لنګرګاه په  توګه  حساسو موقعیّتونو کې غوره رول لوبوي .

  داپه داسې حال کې دي چې  د ایران دفاع وزارت هم  د سمندري ځواک د پيکان نومې توغندوي کشتۍ  د حماسه پنځونې د کلیزې په مناسبت  دیوې  اعلامیې په خپرولو سره    د ایران  سمندري قدرت ، په سیمې کې  د امنیت اوثبات لنګر ګاه بللی او وئيلي دي ،  د ایران  سمندري دفاعی قدرت  ، د ایران د ملت د ډاډمن  او دباؤر وړ ټکي په توګه  په فارس خلیج سټراټژيکې سیمې، هرمز تنګي او عمان سمندر  کې د تل پاتې امنیت او ثبات لنګر ګاه  دی .  

Image Caption