په سیمې دنړیوال استکباردسلطې خوب به هیڅکله هم پوره نشي
نن د ایران د اسلامی جمهوریت د سمندري ځواک د :پيکان : نومې توغندوي کشتۍ د پرسنلو حماسه پنځونې کلیزه ده .
ایسنا خبری اژانس راپور ورکړ د ایران د پوځ لوي درستیز سردار تورن جنرال محمد حسین باقري نن د ایران داسلامی جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک د ورځې په مناسبت په پيغام کې یادونه کړې ، ددغه ځواک د اقتدار او عظمت وړانګو ، د سیمې پر امنیتی مولفو د سلطې لپاره له سیمې د ورهاخوا دقدرتونو او نړیوال استکبار خوب باطل کړ .
نن د ایران د اسلامی جمهوریت د سمندري ځواک د :پيکان : نومې توغندوي کشتۍ د پرسنلو حماسه پنځونې کلیزه ده .
سردار باقري روښانه کړې ، د اسلامی ایران د پوځ سمندری ځواک د نړیوال استکبار او تیریګرو قدرتونو د خوب په باطلولو سره په سمندرونو ا و شاوخوا شیمو کې د سولې،دوستۍ او امنیت پيغام خور کړی دی .سردار باقري همداراز زیاته کړې ده،د ایران د پوځ سمندري ځواک او دسپاه پاسدارانو سمندري ځواک د ځانګړو او سترو ماموریتونو د ترسره کولو لپاره په ظرفیَت جوړونې سره ، خپل سټراټژيک پلانونه د فارس خلیج عمان سمندر او هند سمندر له سواحلو رانیولې ،د دلیرې پراتو سمندرونو او سواحلو پورې پراخ کړي او د سیمه ایز امنیت د لنګرګاه په توګه حساسو موقعیّتونو کې غوره رول لوبوي .
داپه داسې حال کې دي چې د ایران دفاع وزارت هم د سمندري ځواک د پيکان نومې توغندوي کشتۍ د حماسه پنځونې د کلیزې په مناسبت دیوې اعلامیې په خپرولو سره د ایران سمندري قدرت ، په سیمې کې د امنیت اوثبات لنګر ګاه بللی او وئيلي دي ، د ایران سمندري دفاعی قدرت ، د ایران د ملت د ډاډمن او دباؤر وړ ټکي په توګه په فارس خلیج سټراټژيکې سیمې، هرمز تنګي او عمان سمندر کې د تل پاتې امنیت او ثبات لنګر ګاه دی .