د ایران د ایټمي پوهې پلار ډاکټر فخري زاده ترور شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i94471-د_ایران_د_ایټمي_پوهې_پلار_ډاکټر_فخري_زاده_ترور_شو
ډاکټر فخري زاده هغه ساینس پوه ؤ چې د وحشي صهیونیسټي رژيم لومړي وزیر بین یامین نتن یاهو پخپل پروګرام کې دده نامه اخستې وه چې د ایران د ایټمي وسلو جوړونکی دی ،حال دا چې دایټمي انرژۍ نړیوال آژانس پخپلو زیاتو راپورونو کې دا خبره تائيد کړې چې د ایران په سوله ایزو ایټمي فعالیتونو کې هیڅ ډول انحراف نه دی لیدل شوی . زیاترو بهرنیو رسندویو پخپلو وروستیو راپورونو کې دصهیونیسټي جنایتکارو په حواله لیکلي دي ،چې په ډاکټر فخري زاده له دې مخکې هم څو ځله برید شوی خو د هغه په ترور کې ناکام شوي وو .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 27, 2020 18:53 Asia/Kabul
  • د ایران د ایټمي پوهې پلار ډاکټر فخري زاده ترور شو

ډاکټر فخري زاده هغه ساینس پوه ؤ چې د وحشي صهیونیسټي رژيم لومړي وزیر بین یامین نتن یاهو پخپل پروګرام کې دده نامه اخستې وه چې د ایران د ایټمي وسلو جوړونکی دی ،حال دا چې دایټمي انرژۍ نړیوال آژانس پخپلو زیاتو راپورونو کې دا خبره تائيد کړې چې د ایران په سوله ایزو ایټمي فعالیتونو کې هیڅ ډول انحراف نه دی لیدل شوی . زیاترو بهرنیو رسندویو پخپلو وروستیو راپورونو کې دصهیونیسټي جنایتکارو په حواله لیکلي دي ،چې په ډاکټر فخري زاده له دې مخکې هم څو ځله برید شوی خو د هغه په ترور کې ناکام شوي وو .

زمونږخبریال راپور راکړ نن مازدیګر د ایران د اسلامی جمهوریت د دفاع وزارت دڅيړنیز ایټمي ریئکټر عمومی مدیر ډاکټر فخري زاده د تهران ولایت  په آبسرد ولسوالۍ له ټول پلازې سره نزدې پخپل ګاډي کې د وحشي جنایتکارو په وسیله ترور شو .

راپور ښئ ډاکټر فخري زاده په داسې وخت ترور شو چې له خپلو ساتونکو سره  پخپل ګاډي کې روان ؤ چې تور زړو ترهه ګرو پرې برید وکړ او دی سخت ټپي شو چې سملاسي روغتون ته ورسول شو ،خو د سختو ټپونو له امله ئې په ورغتون کې سا ورکړه .

وئيل  کیږي ،د ساتونکو په ډزو کې ترهه ګر په ټکه هلاک شوي دي ، دا هم وئيل کیږي ، چې ترهه ګرو په پیل کې د یوې نیسان ډاټسن په وسیله بم  چاودنه  کړې او ورپسې  ددغه ایټمي سائينس پوه په ګاډي ناتار ډزې کړي البته د ساتونکو له ډزو سره مخ شوي  او هلاک شوي دي خو دساتونکو له ځوابي عملیاتو مخکې د ایران د ایټمي پوهې پلار ډاکټر فخري زاده سخت ټپي شوی ؤ .

 ډاکټر فخري زاده هغه ساینس پوه ؤ چې د وحشي صهیونیسټي رژيم لومړي وزیر بین یامین نتن یاهو پخپل پروګرام کې دده نامه اخستې وه چې د ایران د ایټمي وسلو جوړونکی دی ،حال دا چې  دایټمي انرژۍ  نړیوال آژانس پخپلو زیاتو راپورونو کې دا خبره تائيد کړې چې د ایران په سوله ایزو ایټمي فعالیتونو کې هیڅ ډول انحراف نه دی لیدل شوی . زیاترو بهرنیو رسندویو  پخپلو وروستیو راپورونو کې دصهیونیسټي جنایتکارو په حواله لیکلي دي ،چې په ډاکټر فخري زاده له دې مخکې هم څو ځله برید شوی خو د هغه په ترور کې ناکام شوي وو .

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ،دپارلیمان مشر د پوځ لوي درستیز ، خارجه وزیر  او نورو اړونده چارواکو یوځل بیا په جلا جلا پيغامونو کې روښانه کړې  ده چې ددغه جنایت عاملان او  اربابان به  ددغه شان د جنایتونو له سخت ځوابه بچ پاتې نشي  او ددغه شان جنایتونو سخت غچ به اخلي .

Image Caption
Image Caption

 

Image Caption
Image Caption
Image Caption
Image Caption