سوریې او حماس د شهید فخري زاده وژله وغندله
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر او د حماس د سیاسي دفتر مشر بیګا د ایران له خارجه وزیر سره په جلاجلا ټیلیفوني خبرو کښې، د ایران د ایټمي او دفاعي پوه محسن فخري زاده ټرور وغنده.
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر او د حماس د سیاسي دفتر مشر بیګا د ایران له خارجه وزیر سره په جلاجلا ټیلیفوني خبرو کښې، د ایران د ایټمي او دفاعي پوه محسن فخري زاده ټرور وغنده.
فیصل المقداد او اسماعیل هنیه له محمد جواد ظریف سره په ټیلیفوني خبرواترو کښې د شهید فخري زاده د وژلې په غندلو سره د ایران له حکومت او ولس سره د سوریې او فلسطین د ولسونو غمرازي څرګنده کړه او تسلیت یې ووایه.
له دې مخکښې د قطر د بهرنیو چارو وزیر هم خپل ایراني همرتبه ته په ټیلیفون کولو سره د شهید محسن فخري زاده ټرور غندلې و.
له بلې خوا د ترکیې د پارلیمان مشر هم په یولړ څرګندونو کښې د ایران د ایټمي او دفاعي پوهاند ټرور غندلې او دا یې یو ترهګر اقدام بللې دی.
یاده دې وي چې د ایران ایټمي او دفاعي پوه محسن فخري زاده د تیرې جمعې په مازیګر د تهران ولایت د دماوند ولسوالۍ په آبسرد سیمه کښې په یوې ترهګرې حملې کښې شهید شو چې دغه بزدلانه کار ډیر نړیوال غبرګونونه راپارولې دي.