ایټمي پوهان د هیواد داقتدار لارې ته په قدرت سره دوام ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i94508-ایټمي_پوهان_د_هیواد_داقتدار_لارې_ته_په_قدرت_سره_دوام_ورکوي
د تهران دشهید بهیشتي پوهنتون د ایټمي ټيکنالوجۍ ا و علومو استاذ مجید شهریاري د ۲۰۱۰کال د نومبر په ۲۹نیټه له امریکا او صهونیسټ رژیم سره اړونده عواملو په ترهه ګر جنایت کې شهید شوی ؤ .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 29, 2020 08:57 Asia/Kabul
  •   ایټمي پوهان د هیواد داقتدار لارې ته په قدرت سره دوام ورکوي

د تهران دشهید بهیشتي پوهنتون د ایټمي ټيکنالوجۍ ا و علومو استاذ مجید شهریاري د ۲۰۱۰کال د نومبر په ۲۹نیټه له امریکا او صهونیسټ رژیم سره اړونده عواملو په ترهه ګر جنایت کې شهید شوی ؤ .

زمونږخبریال راپور راکړ دایران دا یټمی انرژۍ  د ادارې  په نننۍ  اعلامیې کې چې د ایټمی سائنس پوه مجید شهریاري د شهاتد کلیزې په مناسبتخپره شوي،ټينګار شوی دی ،د ایټمي صنعت پوهان او سائنسدانان  د ایران داسلامی جمهوري نظام د سټراتژۍ او تدبیرونو په اساس  د هیواد د اقتدار لارې په قدرت او جدیّت سره دوام ورکوي .

 د تهران دشهید بهیشتي پوهنتون د ایټمي ټيکنالوجۍ ا و علومو استاذ مجید شهریاري د ۲۰۱۰کال د نومبر په ۲۹نیټه  له امریکا او صهونیسټ رژیم سره اړونده  عواملو په ترهه ګرجنایت کې شهید شوی ؤ .

 د ایران د ایټميانرژۍ د ادارې په دغې اعلامیې کې راغلي دي،د۲۰۱۰کال د نومبر۲۹نیټه،د ایران د ایټمي صنعت د یورانیمو دشل فی صدي پخونې دب نسټګراو پلانونکي په ترور کې د ایران د اسلامی جمهوریت دښمنانو سپير او بوږنونکی  اقدام یادونه کوي .

Image Caption

 

Image Caption

 

شهید مجید شهریاري پخپل علم ،او نه بیانیدونکي ایمان سره ،د سرلوړي ایران د بدغواړو  لالهاندي او بې وسي  نندارې ته وړاندې  کړې وه .

 په دغې اعلامیې کې همداراز نړیوالو مستکبرانو  ته په خطاب کې ټيڼګار شوی دی،د ایټمي صنعت سائنسدانان به داسلامی جمهوری نظام د سټراټژۍ او تدبیرونو او د عزت ،حکمت او مصلح درو اصلو په اساس د دغه هیواد داقتدار لاره  په دوه چنده قدرت سره کچ کړي ،او ددغه شهید  او د نورو شهیدانو لارې ته په قدرت او جدیّت سره دوام ورکړي .

د ایران د ملت دښمنانو له۲۰۱۰کاله تر ۲۰۱۲ پورې په کلونو کې  مصطفی احمدي روشن،مسعود علی محمدي،مجید شهریاري او داریوش رضائي نژاد  چې د ایران د ایټمی صنعت سائنس پوهان او  کارپيژاندي وو ترور کړل او  دتیرې جمعې په ورځې په یوه بل ناځوانمردانه ا قدام کې  ډاکټرمحسن فخري زاده هم شهید کړ .

Image Caption