ایټمي پوهان د هیواد داقتدار لارې ته په قدرت سره دوام ورکوي
د تهران دشهید بهیشتي پوهنتون د ایټمي ټيکنالوجۍ ا و علومو استاذ مجید شهریاري د ۲۰۱۰کال د نومبر په ۲۹نیټه له امریکا او صهونیسټ رژیم سره اړونده عواملو په ترهه ګر جنایت کې شهید شوی ؤ .
زمونږخبریال راپور راکړ دایران دا یټمی انرژۍ د ادارې په نننۍ اعلامیې کې چې د ایټمی سائنس پوه مجید شهریاري د شهاتد کلیزې په مناسبتخپره شوي،ټينګار شوی دی ،د ایټمي صنعت پوهان او سائنسدانان د ایران داسلامی جمهوري نظام د سټراتژۍ او تدبیرونو په اساس د هیواد د اقتدار لارې په قدرت او جدیّت سره دوام ورکوي .
د تهران دشهید بهیشتي پوهنتون د ایټمي ټيکنالوجۍ ا و علومو استاذ مجید شهریاري د ۲۰۱۰کال د نومبر په ۲۹نیټه له امریکا او صهونیسټ رژیم سره اړونده عواملو په ترهه ګرجنایت کې شهید شوی ؤ .
د ایران د ایټميانرژۍ د ادارې په دغې اعلامیې کې راغلي دي،د۲۰۱۰کال د نومبر۲۹نیټه،د ایران د ایټمي صنعت د یورانیمو دشل فی صدي پخونې دب نسټګراو پلانونکي په ترور کې د ایران د اسلامی جمهوریت دښمنانو سپير او بوږنونکی اقدام یادونه کوي .
شهید مجید شهریاري پخپل علم ،او نه بیانیدونکي ایمان سره ،د سرلوړي ایران د بدغواړو لالهاندي او بې وسي نندارې ته وړاندې کړې وه .
په دغې اعلامیې کې همداراز نړیوالو مستکبرانو ته په خطاب کې ټيڼګار شوی دی،د ایټمي صنعت سائنسدانان به داسلامی جمهوری نظام د سټراټژۍ او تدبیرونو او د عزت ،حکمت او مصلح درو اصلو په اساس د دغه هیواد داقتدار لاره په دوه چنده قدرت سره کچ کړي ،او ددغه شهید او د نورو شهیدانو لارې ته په قدرت او جدیّت سره دوام ورکړي .
د ایران د ملت دښمنانو له۲۰۱۰کاله تر ۲۰۱۲ پورې په کلونو کې مصطفی احمدي روشن،مسعود علی محمدي،مجید شهریاري او داریوش رضائي نژاد چې د ایران د ایټمی صنعت سائنس پوهان او کارپيژاندي وو ترور کړل او دتیرې جمعې په ورځې په یوه بل ناځوانمردانه ا قدام کې ډاکټرمحسن فخري زاده هم شهید کړ .