وحشي صهیونیسټي رژيم به د شهید فخري زاده دترور تاوان زر ورکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i94513-وحشي_صهیونیسټي_رژيم_به_د_شهید_فخري_زاده_دترور_تاوان_زر_ورکړي
د ایران د اسلامی شورا استازو په دغې اعلامیې کې د ایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس د بې مخینې پلټنو د دوام د مخنیوي او پخپلې خوښې د الحاقي پروټوکول د اجرا د ختمیدا له لارې د هیواد ایټمي صنعت د احیاء په ضرورت ټينګار کړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 29, 2020 11:35 Asia/Kabul
  • وحشي صهیونیسټي رژيم به د شهید فخري زاده دترور تاوان زر ورکړي

د ایران د اسلامی شورا استازو په دغې اعلامیې کې د ایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس د بې مخینې پلټنو د دوام د مخنیوي او پخپلې خوښې د الحاقي پروټوکول د اجرا د ختمیدا له لارې د هیواد ایټمي صنعت د احیاء په ضرورت ټينګار کړی دی .

 زمونږخبریال راپور ارکړ د ایران د اسلامی شورا استازو نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره په دې په ټینګار سره چې  د شهید محسن فخري زاده په ترور کې د  وحشي او  انسان وژونکي صهیونیسټي رژيم  لاس په بشپړ ډول  ښکاره دی ، وئيل شوي دي ، د صهونیسټ رژيم  عوامل به حتما په موقعې  ددغه جنایت تاوان ورکړي . 

 د اسلامی شورا استازو په دغې اعلامیې کې  یادونه کړې ده،د ایران ددفاعي او ایټمي ساینسدان  ډاکټر محسن فخري زاده  دترور تراخې غمیزې د ایران درس ولس ویرجن کړ ی دی .

 په دغه اعلامیې کې همداراز وئیل شوي دي،که څه هم صهیونیسټي عوامل  له دې درکه چې ایټمي پوهه مودې مودې کیږي،ځاي شوي او د زرګونو ایرانیو  ځوانوپوهاندو  او غوره شخصیتونو په ذهن کې تر باده پاتې شوي ده ،  خو دوي به ددغې بوږنونکي پيښې تاوان په چورلټ ډول  ورکړي .

Image Caption
Image Caption
Image Caption