امریکاد ایران دملت په وړاندې له تسلیمدا پرته بله چاره نه لري
ډاکټر روحاني زیاته کړې،دامریکا حکومت له ۲۰۱۸کال راهسې د ایران په ضد د هر یوه پریکړه لیک په مسودې کې چې د ملګروملتو امنیت شورا ته ئې وړاندې کوي ،ناکامه پاتې ده .
د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحاني نن د حکومتي کابینې په غونډې کې پخپلو څرګندونو کې وئيلي دي د امریکا د دزیاتره دباؤ د سیاست په ناکامۍ سره ددغه هیواد نوی حکومت د ایران دملت د مقاومت په وړاندې له تسلیمیدا پرته بله چاره نه لري .
ډاکټر روحاني زیاته کړې،دامریکا حکومت له ۲۰۱۸کال راهسې د ایران په ضد د هر یوه پریکړه لیک په مسودې کې چې د ملګروملتو امنیت شورا ته ئې وړاندې کوي ،ناکامه پاتې ده .
هغه وئيلي دي ، په وروستیو کلونو کې د ایران حکومت داسې سیاسی قدرت اوشرائط رامینځة کړي دي ، چې امریکا دملګروملتو په امنیت شورا کې کله یوه او یا هم دوې رایو څخه زیاتې نه دي درلودلي او د اروپائي اتحادئې ، روسیې او چین پشمول درست ستر قدرتونه ، دایران په ضد د امریکا د پریکړه لیکونو دمسودې مخالف وو .
د اسلامی ایران ولسمشر ورښانه کړې ده ، په حقوقي زمینې کې هم په نړیوالې محکمې کې د ایران د امریکا ضد شکایت په لومړنیو مرحلو کې بریالی شوی چې البته په نهائي مرحلو کې حقوقي لارو کې دی،نو په دغې مرحلې کې به نهائي بریالیتوب ترلاسه کړي.
حسن روحاني زیاته کړې ده ، موجوده شرائط لامل شوي دي څو دایران دفاعي قدرت له بل هر وخته زیات پیاوړي شي او د ایران دفاعي قدرت دم ګړۍ د تیرو اتو کلونو په نسبت په تیره بیا د سمندري ، کشتیو ، اوبتلونو ، هوافضا، جنګي الوتکو ، چورلکو، توغندیو او ددفاعی ضدتوغندوي سسټمونو په زمینې کې د پرتلې وړ نه دي