د شهید فخري زاده ټرور، د دولتي ټروریسم یوه ښکاره بېلګه
(last modified Thu, 03 Dec 2020 08:47:27 GMT )
Dec 03, 2020 13:17 Asia/Kabul
  • د شهید فخري زاده ټرور، د دولتي ټروریسم یوه  ښکاره بېلګه

په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سلاکار استازی د ایراني وتلی ساینس پوه محسن فخري زاده ټرور د نړیوالي سولي د تخریبولو په موخه د ناهیلی څخه دکه هڅه او د دولتي ټروریسم ښکاره جنایت وبلل.

په ملګرو ملتونو کې د ایران د استازی سلاکار محمد رضا صحرایی د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې چي د فلسطین په موضوع باندې تر سره شوه، وویل: د شهید فخري زاده تر ټولو وروستۍ پروژه د کرونا وایروس د تشخیص لپاره د ایراني کیټونو جوړول وه.

صحرایي په دې ټرور کې د صهیونیستي رژیم رول لوبونې ته په اشارې سره د نړیوالو له خوا د دغه ټروریستي پیښي پر غندلو باندې ټینګار وکړ.

په ملګرو ملتونو کې د ایران د استازی سلاکار  د فلسطینیانو سره د ملاتړ د نړیوالي ورځې په درناوی سره وویل: په نړیوالو اصولو او قوانینو باندې د صهیونیستي رژیم نه باور د فلسطین د مسالې د عادلانه او دوامداره حل په موخه د نړیوالو هڅو په وړاندې خنډونه رامینځ ته کړي دي.

صحرایي زیاته کړه: د اسیا په لوېدیځه کې د ۷ لسیزو شخړو او جګړو ته د پای ټکی ایښودل یوازې د فلسطین د مسالې په حل سره ممکنه ده، داسي حل چي اشغال په کښې پای ومومي، بې ځايه شوي فلسطینیان خپل وطن راستانه شي، او د قدس په پلازمینه توب د فلسطینیانو یو خپلواک حکومت رامینځ ته شي.