د نړیوالې ایټمي موافقې په سر د ایران دپارلیمان دقانون درنده سیوره
دغه قانون په داسې بڼه کې چې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې لورو پخپلو ژمنو باندې عمل ونه کړي ، د ایران ایټمي محدودیتونه پاي ته رسوي . د یورانیمو شل فی صدي پخول ، د الحاقي پروټوکول د خپلې خوښې اجرا څنګة کول او د اراک د درندو اوبو د رئيکټر جوړول ، دبندیزونو د لغوه کولو لپاره دسټراټژيک اقدام دقانون مهم موردونه دي .
د ایران د اسلامی جمهوریت خارحه وزیر وئيلي دي ، که دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې لوري پخپلو ژمنو عمل ونه کړي ، نو د بندیزونود لغوه کولو لپاره به د :سټراټژيک اقدام : قانون اجرائي شي
محمد جواد ظریف پرون ناوخته د ایټالیا په روم ښار کې د :مدیترانې خبرې اترې : په نامې سره په ویبینار شپږم کنفرانس کې روښانه کړې ، د یاران په پارلیمان کې یو قانون تصویب شوی ، چې په نړیوالې ایټمي موافقې کې د خپلو ژمنو اجرا ته د امریکا او اروپا د اړباسلو لپاره دی .
دایران اسلامی شورا د :بندیزونو دلغوه کولو لپاره سټراټژيک اقدام: په عنوان سره یو نهه ماده ایز پلان تصویب کړی او د ایران د اساسی قانون په ساتندویه شورا یا شورای نګهبان کې له تائيدیدو وروسته په قانون بدل شوی ، او حکومت ئې پابند کړی، څو له یوې تر دوو میاشتو پورې ئې اجرائي کړي .
دغه قانون په داسې بڼه کې چې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې لورو پخپلو ژمنو باندې عمل ونه کړي ، د ایران ایټمي محدودیتونه پاي ته رسوي . د یورانیمو شل فی صدي پخول ، د الحاقي پروټوکول د خپلې خوښې اجرا څنګة کول او د اراک د درندو اوبو د رئيکټر جوړول ، دبندیزونو د لغوه کولو لپاره دسټراټژيک اقدام دقانون مهم موردونه دي .
البته له دغه قانونه مخکې ، دایران داسلامی جمهوریت حکومت ، د جامعې نړیوالې ایتمي موافقې د ۳۶ مادې په اساس ،له دغې نړیوالې ایټمي موافقې د امریکا د وتلو ، داقتصادي جنګ او داروپایانو له خوا د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دخلاف ورزیو په غبرګون کې خپلې ځيني ایټمي ژمنتیاوې درودلي دي او اوس به په هغه قانون سره چې دایران پارلیمان تصویب کړی دی ، نوي او اغیزشیندونکي اقدامات اجرائي کړي .
د ایران د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دژمنتیاؤ کمونکو ګامونو ته د بندیزونو د لغوه کولو لپاره د سټراټژيک اقدام د قانون په چوکاټ کې دنوو اقداماتو ورزیاتیدا ، به پر مقابل لوري لازیات دباؤ واچوي او د بندیزونو د لغوه کولو لپاره د ایران د حکومت آوزار لازیاتوي .
په همدې ز مینې کې دایران د اسلامی شورا د بهرني سیاست اوملی امنیت د کمیشن مشر مجبتی ذوالنوري له ایران پریس خبري آژانس سره په خبرو کې د بندیزونو د لغوه کولو لپاره د سټراټژيک اقدام د پلان د اهمیّت په باب وئيلي دي ،که دغه پلان لامل شي مقابل لوری پخپلو د ندو اوژمنتیاؤ عمل وکړي ،او دایران دګټو دتامینیدا دلارې خنډونه لیرې کړي ، نو د پارلیمان اقدام بریالی دی او د ایران د اسلامی جمهوریت د حکومت په ګټه دی .
ایران حتی له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې څخه دامریکا په یواړخیزې وتنې سره او هم د خپلو ایټمي ژمنتیاؤ د کمولو دګامونو په پورته کولو سره ، دایټمي انرژۍ له نړیوال آژانس سره دملګرتیا په چوکاټ کې په سختو څارونو اوپلټنو کې هماغه راز پخپلو دندو عمل کړی دی او ددغه اړونده نړیوال اورګان پنځلس راپورونه د ایران ښه نیّت ثابتوي . په دغه شان شرائطو کې اروپائي لوري پخپلو ژمنو عمل نه دی کړی او د ایران له ملت سره ئې د مریکا له اقتصادي جنګ سره یو ډول ملګرتیا کړې ده .
دا یران د اسلامی شورا قانون به د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د نورو لورو په وړاندې د اسلامی جمهوریت د حکومت قدرت زیات کړي او د بندیزونو د لغوه کولو لپاره دسټراټژيک قانون په چوکاټ کې که مقابل لوری خپلې ژمنې عملي نه کړي ،نو ایران به په نوو ګامونو پورته کولو سره،د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې محدودیتونه ختم کړي څو یوازینی هیواد نه شي چې جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته پابند دی