افغانستان په علم لټونکو ځوانانو سره ښه راتلونکي لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i94724-افغانستان_په_علم_لټونکو_ځوانانو_سره_ښه_راتلونکي_لري
زمونږ خبریال وايي د ایران د تحقیقاتو، د ټیکنالوژۍ او د علومو وزیر منصور غلامي د« جان پدر کجاستي »په نوم سره د افغانستان د هنر د اونۍ په مبارکۍ سره ټینګار وکړ بې شکه د افغانستان ستر ملت به د علم او د پوهې د لټونکو ځوانانو په شتون سره پرتمینه راتلونکي او شان ولري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 10, 2020 00:24 Asia/Kabul
  • افغانستان په علم لټونکو ځوانانو سره ښه راتلونکي لري

زمونږ خبریال وايي د ایران د تحقیقاتو، د ټیکنالوژۍ او د علومو وزیر منصور غلامي د« جان پدر کجاستي »په نوم سره د افغانستان د هنر د اونۍ په مبارکۍ سره ټینګار وکړ بې شکه د افغانستان ستر ملت به د علم او د پوهې د لټونکو ځوانانو په شتون سره پرتمینه راتلونکي او شان ولري .

په ایران کښې د ملګروملتونو د زده کړې د علمي او کلتوری موسسې یعني د یونیسکو ملي کمیسیون د ایران د هنر د اونۍ د لمانځلو لپاره د خوشنویسۍ ، د نقاشۍ یعني انځورګرۍ ، لیکنې ، عکاسۍ ، ګرافیک ، لاسي صنایعو او موسیقۍ په برخو کښې د جان پدر کجاستي په نوم سره د دسمبر د میاشتې له دولسمې (۱۲)نیټې څخه تر اتلسمې (۱۸) نیټې پورې د اینټرنیټ له لارې د هنري اثارو یو(۱) نندرتون ترسره کوي .

د ایران د علومو ، تحقیقاتو او د ټیکنالوژۍ وزیر منصور غلامي په یوه(۱) پیغام کښې چې په تیرې چهارشنبې ورځ خپور شو وویل د هغه پلار غږ او  خبرې چې د خپلې محصیلې لورې په ټیلي فون باندې له ځواب نه ورکولو وروسته وايي جان پدر کجاستي په حقیقت کښې د ایران او د افغانستان د ټولو خلکو غږ او اواز دی .

منصور غلامي په دغه پیغام کښې ټینګار وکړ ایران به هیڅکله د علم او د پوهې د زده کولو په ډګر کښې د افغانستان له ځوانانو سره له مرستې او ملګرتیا ډده ونکړي .

د روان میلادي کال د نوامبر د میاشتې په دوهمه (۲)نیټه د کابل په پوهنتون باندې ترهګرې حملې کښې دوه ویشت (۲۲) کسان وژل شوي او اوه ویشت(۲۷) نور ژوبل شوي وو .

له دغه پیښې وروسته د جان پدر کجاستي عبارت خپلې لور ته د یوې(۱) زده کونکي د پلار پیغام و  په ټولنیزو اینټرنیټ پاڼو کښې په پراخ هیشټیک بدل شوی و .