د خواف ـ هرات د اوورګاډي لاره له ثبات سره مرسته کوي
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف دې ته په اشارې سره چې د خواف ـ هرات د اوورګاډي پټلۍ افغانستان او ایران ته محدوده نه ده ټينګار وکړ د اوورګاډي دغه لاره به د سیمې له ثبات او پراختیا سره مرسته وکړي .
جواد ظریف پرون د خواف ـ هرات د اوورګاډي د لارې د پرانیستلو په درشل کښې په ټویټر اینټرنیټ پاڼې کښې په یوه(۱) پیغام کښې ولیکل د خواف ـ هرات د اوورګاډي د پټلۍ اهمیت په افغانستان او په ایران پورې محدود نه دی بلکې د ټولې سیمې لپاره اهمیت لري .
د ایران خارجه وزیر جواد ظریف په دې خبرې باندې ټینګار سره چې له سرحدونو د پل جوړول یو(۱) لومړیتوب دی وویل د خواف ـ هرات د اوورګاډي لاره به له خلکو سره د خلکو د تبادلې او د تجارت لپاره د یوې (۱) دروازې په توګه د سیمې له ثبات او پراختیا سره مرسته وکړي .
د خواف ـ هرات د اوورګاډي لاره نن د اسلامي ایران د ولسمشر حسن روحاني او د افغانستان د ولسمشر اشرف غني لخوا په ګډه ټوګه پرانیستل کیږي