د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه :-
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i94770-د_ایران_او_د_افغانستان_ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو زمونږ سلامونه ومنئ اوس به د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 12, 2020 08:09 Asia/Kabul
  • د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه :-

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو زمونږ سلامونه ومنئ اوس به د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .

 ګرانو لوستونکو نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه وګورو .

د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان څرګندونو ته غبرګون وښود او ویې وویل رجب طیب اردوغان یا له تاریخ څخه خبر نه دی یا د اسرائیلو چاپلوسۍ کوي .

په امریکا کښې د ولسمشرۍ د انتخاباتو کړکیچ هماغه راز دوام لري او د راپورونو پراساس د دغه هیواد کابو نولسو (۱۹) ایالتونو او د ولسي جرګې کانګرس د ریپبلیکن ګوند یوسل شپږو(۱۰۶) استازیو په انتخاباتو کښې د درغلۍ د رامینځته کیدا په هکله د ولسمشر ټرمپ د ادعاګانو ملاتړ کړی دی .

د سعودي عربستان د ال سعود رژيم محکمې د یوه(۱) حکم په ورکولو سره په دوه زره پینځلسم(۲۰۱۵) میلادي کال کښې په مسجد الحرام کښې د جرثقیل د غورځیدا په پیښې کښې  دیارلس (۱۳) تورن کسان په دې توجیه سره چې دغه پیښه یوه(۱) اسماني بلا وه تبرئه کړل .

د یمن د لوړې سیاسي شورا غړي محمد علي الحوثي وویل امریکا په نورو باندې د ترهګرۍ د تور لګولو حق نلري ځکه چې په خپله په نړۍ کښې د ترهګرۍ زانګو او ملاتړي ده .

په داسې حال کښې چې امریکا د چین په واکمنانانو باندې دباونو ته دوام ورکوي چې  د ختیځ د دغه ستر هیواد د نور پیاوړي کیدا ګړندی بهیر سست کړي اروپايي اتحادیې اوس غوښتنه کړي ده چې له امریکا سره یوځاې د چین د جنګیالي لیوه ډيپلوماسۍ ته نه ووايي او چین هم د امریکا د ډیپلوماټانو لپاره د ویزې معافیت لغو  کړ .

په داسې حال کښې چې له یونان سره د سرحدي اختلافاتو او د مدیترانې سمندر د ختیځ د مسائیلو په هکله له اروپا سره د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان تاوتریخوالي په زیاتیدا دي خبري سرچینې د انکارا د بایکاټ لپاره د اروپايي اتحادیې د موافقې خبر ورکوي .

د فلسطین له ایډیل سره د ځینو عربو یا افریقايي کوچینو ، کمزورو او بې وزله هیوادونو د خیانت په دوام کښې مراکش هیواد هم له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادي کولو بهیر ته ورګډ شو خو د مراکش خلکو دغه خیانت وغاند .

د یوه (۱) راپور پراساس چې د صهیونیسټ رژیم یوې (۱) رسنۍ خپور کړ ټینګار وشو له ځینو عربو هیوادونو سره د سازباز موافقه د اسرائیلو امنیت نه تامینوي .

په امریکا کښې د کورونا ویروس له کبله د وژل شویو کسانو شمیر په دوهم (۲) نړیوال جنګ کښې له وژل شویو کسانو زیات شوی او څه د پاسه درې لکه (۳۰۰۰۰۰) کسانو ته رسیدلی دی .

د امریکا ګڼ شمیر ایالتونو د اینټي ټرسټ په نوم د یوه(۱) شکایت په تنظیمولو سره فیسبوک اینټرنیټ پاڼه د انحصار غوښتونکو تجارتي کړچارونو له لارې د سیالۍ په له مینځلو وړلو تورنه کړه .

د لبنان قضايي قوې د بیروت بندر د چاودنې د دوسیې په ارتباط د دغه هیواد  د هغه وخت لومړی وزیر حسان دیاب او درې (۳)نور پخواني وزیران د توضیحاتو لپاره وروغوښتل .

د عراق مقاومت په هیواد کښې په داعش او امریکا باندې د بریالیتوب د دریمې (۳) کلیزې د لمانځلو په مناسبت وویل چې له عراق څخه د امریکا د ټولو عسکرو تر وتلو پورې به مبارزه دوام ولري .

()

ګرانو لوستونکو اوس به د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼې مهم سرټکي وګورو .

()

د سعودي عربستان عسکرو د العوامیه ولایت په قطیف ښار کښې د حضرت امام حسین علیه السلام په نوم جومات ړنګ کړ چې دغه کار د خلکو غوسه راپارولي ده .

په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي سفیر او استازي مجید تخت روانچي په خبرې باندې ټینګار سره چې په افغانستان کښې پایداره سوله باید له خارج څخه ونه تپل شي له خارجي هیوادونو او لوبغاړو وغوښتل چې د دغه هیواد د سولې په خبرو کښې له لاسوهنې ډډه وکړي .

په قطر کښې دیره څو ډيپلوماټانو د دوحې د یوه(۱) لوړرتبه چارواکي په قول وویل سعودي عربستان د امریکا په نوي حکومت کښې د مثبت امتیاز د ترلاسه کولو لپاره د ټرمپ د ولسمشرۍ په پړاو کښې له قطر سره د موافقې اعلانولو ته زیاته ګروهنه نلري .

د امریکا ولسمشر ټرمپ د مراکش او د صهیونیسټ رژیم د اړیکو د عادي کیدا خبر ورکړ او هغه یې یوه(۱) تاریخي بریا وبلله .

د امریکا خرانې وزارت د یمن د انصار الله غورځنګ د امنیتي او د استخباراتي مشرانو پرضد بایکاټونه ولګول .

د اروپايي اتحادیې د غړیو هیوادونو مشرانو په بروکسل کښې په یوې (۱) غونډې کښې چې له تیرې پنجشنبې ورځې راهسې پیل شوي وه د ترکیې پرضد د نورو بایکاټونو له لګولو سره موافقت وکړ .

د فلسطین د ملت له مبارزې د ملاتړ لپاره د مراکش په ملي کاري ډله کښې حقوقي فعالانو او ټولنو له صهیونیسټ رژیم سره د سازباز د خبر له اعلانیدا وروسته اعتراضیه غونډه ترسره کړه او دغه کار یې وغاند .

د عراقیون ائتلاف او د ملي حکمت بهیر مشر سید عمار حکیم په داعش ترهګرې ډلې باندې د بریالیتوب د دریمې () کلیزې په مناسبت وویل د عراق ځوانانو د دیني مرجعیت یوې (۱) فتوا ته په لبیک ویلو سره په ترهګرۍ باندې د بریالیتوب حماسه راوپنځوله .

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزارت په یوې (۱) بیانیې کښې په یمن کښې د انساني کړکیچ په رامینځته کولو کښې د امریکا د سفیر «کریسټوفر هنزل» په چورلیزې رول باندې ټینګار سره د هغه نوم د ایران د اسلامي جمهوریت د بایکاټونو په فهرست کښې شامل کړ .

د فرانسې د بشري حقوقو فعالانو او  اعتراض  کونکو د دغه هیواد د ملي ټولنې د ودانۍ مخ ته په راغونډیدا سره پاریس ته د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي د رسمي سفر پرضد اعتراض وکړ .

د سوریې د جولان نیواکي سیمې خلکو د بریښنا د تولیدولو لپاره په دغه سیمه کښې د ټوربینونو د لګولو لپاره د صیهونیسټ رژیم په فیصلې باندې اعتراض کښې غونډه وکړه.

د جولان د نیواکي سیمې خلکو په هغو سیمو کښې چې صهیونیسټ رژیم نیت لري هلته د بریښنا د تولیدولو لپاره بادي ټوربینونه نصب کړي د عمومي کاربندیز او د ښوونځیو او د خدماتي مرکزونو د بندیدا غوښتنه وکړه .

په افغانستان کښې د ملګروملتونو د نمایندګۍ دفتر یوناما رسمي راپور وايي چې په تیر میلادي کال کښې د امریکا پوځیانو د افغانستان اوه سوه شپږ اتیا (۷۸۶) ملکي وګړي وژلي دي .

او د امریکا د ولسي جرګې کانګرس د ریپبلیکن ګوند یوسل شپږو (۱۰۶) استازیو  د هغه شکایت او عریضې چې ټیکساس ایالت تنظیم کړه ده  او د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتیجې له چلینج سره د مخامخ کولو غوښتنه یې کړي ده ملاتړ وکړ .

Image Caption

 

()

خوږو لوستونکو اوس به د کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم سرټکي له تاسو سره شریک کړو .

()

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د خبریالانو د هدفي وژنو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

()

ویسا ورځپاڼې په دې وروستیو کې د خبریالانو  د هدفي وژنو زیاتېدو او د عاملینو د نیولو په تړاو سرلېکنه کړې ده.

وړاندې په سرمقاله کې کابل او ولایتونو کې د خبریالانو، سیاسي فعالانو، د فکر خاوندانو او علماؤ هدفي وژنو ته اشاره شوې ده  چې، دغه ناوړه لړۍ له څو کلونو راهیسې پیل شوې او له افغانانو یې ډېر ښه کدرونه(Cadre) اخیستي دي.

لیکوال لیکلي، اوس چې افغانستان د سولې پروسې له پیل کېدو سره د خپل برخلیک ټاکلو په پړاو کې دي، د داسې هدفي وژنو زیاتېدل، په تېره بیا دا چې یا یې مسئولیت څوک په غاړه نه اخلي او یا د «داعش» له مبهم ادرس څخه یې پړه منل کېږي زموږ د راتلونکي په هکله زیاتې پوښتنې ذهن ته راوړي.

ويسا ورځپاڼې پر خلکو غږ کړی، چې د خبریالانو، سیاسي او مدني فعالانو او دیني علماؤ هدفي وژنې جدي ونیسي او پوښتنه یې وکړي، که نه نو د ورځپاڼې په باور په دې برخه کې غفلت به نه جبرانېدونکي عواقب لري.

()

هشت صبح ورځپاڼې هم خپله سرمقاله کې د خبریالانو د وژنو د مخنیوي موضوع ته ځانګړې کړې ده.

وړاندې راغلي، چې په دې وروستیو کې د خبریالانو د وژلو نوې څپه پیل شوې چې د رسنیو په کارکونکو کښې یو ډول وحشت خپور کړی دی.

ورځپاڼې لیکلي، په داسې حال کې چې د حکومت یو (1)شعار د بیان ازادۍ خوندیتوب او د رسنیو پیاوړتیا ده خو په وینا یې، په عمل کې په دې برخه کې هیڅ کار نه دی شوی.

ورځپاڼې پر حکومت غږ کړی، که د دغو هدفي وژنو مخه ونه نیسي لرې نه ده چې د بیان د ازادۍ دغه څو کلنې لاسته راوړنې له منځه لاړې شي.

()

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د هرات خواف رېل پټلۍ له لارې د ایران او افغانستان د نښلولو په تړاو لیکنه کړې ده.

وړاندې راغلي په پام کې ده چې دغه پټلۍ له هراته تر مزاره وغځول شي او له هغه ځايه بيا د منځنۍ اسيا د هېوادونو له لارې له نورې نړۍ سره وصل شي.

هېواد لیکي، د هرات ـ خواف رېل لاره به په اسانۍ سره د افغانستان توکي لومړی ايران او بيا له ايرانه ترکيې او له هغه ځايه اروپا ته په لنډه، ارزانه او اسانه لاره ورسولی شي.

د ورځپاڼې په وینا، دا نه يوازې د افغانستان، بلکې د ايران، سيمې او نړۍ لپاره مهم اقتصادي پرمختګ دی او په دې سره د افغانستان له لارې د سيمې د وصل ټکی نور هم وځلېد.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه پاې ته ورسیده نور له تاسو اجازه غواړو د خدای په امان .