ایران د جرمني او د فرانسې سفیران احضار کړل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i94818-ایران_د_جرمني_او_د_فرانسې_سفیران_احضار_کړل
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده د جرمني او د فرانسې د سفیرانو په احضارولو سره له پیژندل شوي ترهګر روح الله زم څخه د اروپايي اتحادیې د ملاتړ بیانیې ته د ایران د سخت اعتراض د اعلانولو خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 14, 2020 12:43 Asia/Kabul
  • ایران د جرمني او د فرانسې سفیران احضار کړل

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده د جرمني او د فرانسې د سفیرانو په احضارولو سره له پیژندل شوي ترهګر روح الله زم څخه د اروپايي اتحادیې د ملاتړ بیانیې ته د ایران د سخت اعتراض د اعلانولو خبر ورکړ .

هغه وویل د ایران خارجه وزارت چارواکو پرون د فرانسې او د جرمني سفیران د ایران په کورنیو کښې د لاسوهونکي بیانیو له خپریدا وروسته خارجه وزارت ته احضار کړل .

خطیب زاده وویل د ایران د خارجه وزارت چارواکو د جرمني او د فرانسې سفیرانو ته وویل په کوم معیار سره د اور لګونکو بمونو د جوړولو روزنه ورکول ، په واټونو کښې د نښتو لپاره پلانونې ، د ایران د حکومت د نسکورولو په هدف سره د خارجي هیوادونو له جاسوسۍ ادارو او حکومتونو سره ملګرتیا کول او په وسله والو مجرمانه اقداماتو کښې مرسته کول ژورنالیزم نومیږي ؟

د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده په دې خبرې سره چې دا یوه(۱) تاریخي ټراژیډۍ ده چې اروپا د خپلو ګټو پراساس ترهګرۍ په ښه او بد ویشلي ده او له هغې د خپلو ګټو په لړ کښې د خپلې خوښې استفاده کوي ډاګینه کړه دا د شرم خبره ده چې ځینې اروپايي هیوادونه کلونه کلونه کیږي د منافقینو د ترهګرې ډلې او د الاحوازیه د جنایتکارو کسانو په امن ځایونو بدل شوي دي .