د تعلقاتو په هراړخيزې پراختيا د ايران او افغانستان تاکيد
د ايران د اسلامي شورا د جرګې د مېرمنو فراکسيون او د افغانستان د ولسي جرګې د بشري حقوقو، مدني ټولنې او مېرمنو د چارو کمېشن د تهران او کابل د تعلقاتو په هر اړخيزې پراختيا تاکيد وکړ.
په کابل کښې د ايران سفارت په يو ټوئيټ کښې وويل، د ايران د اسلامي شورا د جرګې د مېرمنو فراکسيون او د افغانستان د ولسي جرګې د بشري حقوقو او د مېرمنو د چارو کمېشن پرون د ويډيو کانفرنس له لارې يوه غونډه کښې خبرې اترې او د نظر تبادله وکړه.
د ايران د سفارت د ټوئيټ په دوام کښې راغلي دي، په دغه غونډه کښې د ښځو او مهاجرينو د چارو، صلحې، د خواف- هرات رېلوے لائن، چابهار بندر او د ايران او افغانستان د پانګونې او علمي او روزنيزو ملګرتياو په باره کښې بحت او د نظر تبادله شوې ده.
ايران او افغانستان په تېرو کلونو کښې په روغ نيت سره کوشش کړےدے چې په ټولو سياسي، کلتوري، اقتصادي او اجتماعي ډګرونو کښې دوه اړخيزه تعلقاتو ته وده او پراختيا ورکړي.