د سیستان و بلوچستان له سرحدي لارو صادرات زیات شوي دي
Dec 16, 2020 10:45 Asia/Kabul
د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د راهدارۍ او سړکي ټرانسپورټ د چارو لوې مدیر په تیرو اتو میاشتو کښې د دغه ولایت له سرحدي لارو څخه د شیانو د صادراتو د زیاتیدو خبر ورکړی دی.
د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د راهدارۍ او سړکي ټرانسپورټ د چارو لوې مدیر په تیرو اتو میاشتو کښې د دغه ولایت له سرحدي لارو څخه د شیانو د صادراتو د زیاتیدو خبر ورکړی دی.
ایوب کُرد مهر خبري آژانس ته په مرکه کښې وویل: په تیرو اتو میاشتو کښې ۸ لکه ۵۶ زره او ۳۸۸ ټنه شیان د ۳۶ زره او ۳۵۷ ټرکونو په ذریعه د سیستان و بلوچستان ولایت له میرجاوه او میلک سرحدونو څخه پاکستان او افغانستان ته صادر شوي دي.
هغه وویل چې په صادراتي شیانو کښې سیمنټ، د ودانیو د جوړولو مصالح، د سونګو مواد، مایع ګیس او خوراکي شیان شامل دي.
ټیګونه