په ايران کښې په کورونا اخته نور 191کسان وفات شول
د ايران د روغتيا د وزارت وېاندې په هېواد کښې په تېرو څلوريښتو ګېنټو کښې له شپږو زرو نه د زياتو کسانو په کورونا د اخته کېدو او د 191 تنو د وفات کېدو خبر ورکړ.
مېرمن سيما سادات لاري نن په هېواد کښې په کورونا وائرسو د اخته شويوکسانود وروستيو شمېرنو په باره کښې وويل: د پرېکنده تشخيصي معيارونو له مخې په تېرو څلوريشتو ګېنټو کښې په هېواد کښې شپږ زره يو سل يو پنځوس نور کسان په کوويډ ۱۹ بيمارۍ اخته شوي چې له هغو څخه ۱۹۱ کسان په روغتونونو کښې داخل کړې شوي دي، او باقي پاتې کسانو ته کلينيکل خدمات ورسولې شول.
مېرمن لاري د دې په بيانولو سره چې په ايران کښې په کورونا د اخته کسانو ټول شمېر يو ميلين يو لک څلور شپېته زره 535 تنو ته رسېدلے دے زياته کړه: په تېرو څلوريشتو ګېنتو کښې ۱۹۱ تنه نور د دې بيمارۍ له کبله مړۀ شوي دي چې په مجموعي توګه د مړو شمېر ۵۳ زره ۸۱۶ تنو ته اورسېد.
د ايران د روغتيا د وزارت وياندې يادونه وکړه چې تر اوسه 8 لکه څلور نوي زره او ۳۶۶ تنه بيماران روغ شوي او له روغتونونو رخصت کړې شوي دي.په ټوله نړۍ کښې په کورونا وائرسو د اخته کسانو شمېر ۷۷ ميلين تنو نه اوړېدلے دے چې له دغو څخه لږ تر لږه يو ميلين اوه لکه تنه مړۀ شوي او تقريباً څلور پنخوس ميلينه ښه شوي او له روغتوننو رخصت کړې شوي دي.امريکه په کورونا وائرسو له اتلسو ميلينو زياتو اخته کسانو او لږ تر لږه درې لکه ۲۴ زره مړو په لرلو سره په نړۍ کښې تر ټولو زيات کورنائي بيماران او مړه شوي کسان لري.