سردار سلیماني یو ملي اتل او د مسلمانو ولسونو ویاړ دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i95104-سردار_سلیماني_یو_ملي_اتل_او_د_مسلمانو_ولسونو_ویاړ_دی
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: سردار شهید قاسم سلیماني ملي اتل او د ایران او د سیمې او د ټولو مسلمانو ولسونو ویاړ دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 30, 2020 12:47 Asia/Kabul
  • سردار سلیماني یو ملي اتل او د مسلمانو ولسونو ویاړ دی

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: سردار شهید قاسم سلیماني ملي اتل او د ایران او د سیمې او د ټولو مسلمانو ولسونو ویاړ دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني نن د خپلې کابینې په غونډه کښې د سردار سلیماني د شهادت کلیزې ته په اشارې سره وویل: دا کال چې سبا ختمیږي، زمونږ د هغه ستر سردار د شهادت له غم او درد سره مل و چې د امریکې د ولسمشر او خارجه وزیر په شمول د امریکايي چارواکو له خوا ټرور شو.

د اسلامي ایران ولسمشر په دې خبرې سره چې نور هم د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان د وژلو په جنایت کښې شریک او ونډه وال دي، وویل: دا د ایران د خلکو حق دی چې د خپل عزیز د وینې غچ واخلي او د هغه د جوتو حقوقو دفاع وکړي.

حسن روحاني د ایران په مختلفو ښارونو کښې د شهید سلماني د زوږناکې جنازې په یادولو سره زیاته کړه: ټرمپ او د اسرائیلو رژيم فکر نه کوه چې ټول ایران، عراق، لبنان او سیمه د دغه سردار د جدایۍ په غم کښې سړکونو ته راووځي.

ولسمشر روحاني هم داشان وویل: له عراقه د امریکايي پوځیانو د وتلو په هکله د دغه هیواد د پارلیمان د استازو حکم هم د امریکې ترهګر رژیم ته یوه سخته څپیړه وه.