ایران به د خپلو خلکو د امنیت او د ګټو دفاع وکړي
فارس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو وزیر جواد ظریف په فارس خلیج سیمه کښې د امریکا پوځي خوځښتونو ته په غبرګون کښې ډاګینه کړه ایران جنګ نه غواړي خو د خلکو ، امنیت او د ملي ګټو دفاع به وکړي .
جواد ظریف په فارس خلیج سیمه کښې د امریکا پوځي خوځښتونو ته په غبرګون کښې پرون په ټویټر پاڼې کښې ولیکل ایران جنګ پسې نه دی خو د خلکو ، امنیت او د ملي ګټو په دفاع کښې به هر ډول اقدام ترسره کړي .
د ایران خارجه وزیر جواد ظریف وویل په امریکا کښې له کورونا ویروس سره د مبارزې پرځاې ولسمشر ټرمپ او د هغه ملګري زمونږ سیمې یعني فارس خلیج ته د جنګي بیړۍ د استولو او د بي دوه پنځوس (B-52) جنګي الوتکو د راوستلو لپاره په میلیارډونو ډالره ضایع کوي .
هغه وویل له عراق څخه ترلاسه شوي اطلاعات د جنګ لپاره د پلمې د جوړولو لپاره د یوې (۱) دسیسې ښودنه کوي .