آیت الله مصباح یزدي وفات شو
د رهبري خبرګانو د شورا غړی او د امام خمیني په نامه د ښوونیزې او روزنیزې موسسې مشر آیت الله محمد تقي مصباح یزدي د څه مودې له ناروغۍ وروسته پرون مازیګر وفات شو.
د رهبري خبرګانو د شورا غړی او د امام خمیني په نامه د ښوونیزې او روزنیزې موسسې مشر آیت الله محمد تقي مصباح یزدي د څه مودې له ناروغۍ وروسته پرون مازیګر وفات شو.
د قرآن کریم مفسر، د قم د علمیه حوزې استاذ، مجتهد او فلاسفر آیت الله محمد تقي مصباح یزدي له کابو یوې میاشتې مخکښې راهیسې د هاضمې او معدې د ناروغۍ په وجه تر طبي څارنې او درملنې لاندې و.
د امام خمیني د ښوونیزې او تحقیقاتي موسسې مشري، د رهبرۍ په خبرګانو شورا کښې غړیتوب، د کلتوري انقلاب په لوړې شورا کښې غړیتوب، د قم د علمیه حوزې د مدرسینو د ټولنې غړیتوب او د اهل بیت نړیوالې ټولنې د عالي شورا مشري د آیت الله مصباح یزدي له خوا ترسره شوي مسئولیتونه دي.
دوي د تفسیر، فلسفې او اسلامي معارفو په شان ځینو برخو کښې د اسلامي علومو په هکله ګڼ کتابونه هم لیکلي دي چې په کښې (آموزش فلسفه)، (اخلاق در اسلام) او (نظریه سیاسي اسلام) ته اشاره کولې شو.
د ایران ولسمشر حسن روحاني او د اسلامي شورا (پارلیمان) مشر محمد باقر قالیباف د آیت ا... مصباح یزدي د وفات کیدو تسلیت ویلې او د هغوي لپاره یې د رحمن خدای له درګاه څخه د رحمت او مغفرت او د کورنۍ لپاره یې ورله د صبر او سلامتیا غوښتنه وکړه.