د فلسطین بیرغ د بارسا د ستورې په لاسونو کې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i172770-د_فلسطین_بیرغ_د_بارسا_د_ستورې_په_لاسونو_کې
پارس تودی- د بارسا ستوری «لامین یامال» د دې ټیم د اتلولی د جشن په مراسمو کې، د فلسطین بیرغ یې د دې مظلومو خلګو څخه د ملاتړ په هدف سره اوچت کړ او د دې جشن یو تر ټولو جنجالي انځور یې رامینځته کړل.
(last modified 2026-05-12T08:46:44+00:00 )
May 12, 2026 13:10 Asia/Kabul
  • د فلسطین بیرغ د بارسا د ستورې په لاسونو کې
    د فلسطین بیرغ د بارسا د ستورې په لاسونو کې

پارس تودی- د بارسا ستوری «لامین یامال» د دې ټیم د اتلولی د جشن په مراسمو کې، د فلسطین بیرغ یې د دې مظلومو خلګو څخه د ملاتړ په هدف سره اوچت کړ او د دې جشن یو تر ټولو جنجالي انځور یې رامینځته کړل.

د پارس تودی له راپور سره سم، د بارسلونا د فوټبال ټیم د اتلولی د لاریون له تر ټولو جنجالي انځورونو څخه یو، له لامین یامال سره تړاو لري چې په خلاص بس کې ناست و او د فلسطین بیرغ یې خوځاوه. دا صحنه په چټکۍ سره په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه او د مینه‌والو ترمنځ یې بېلابېل غبرګونونه راوپارول.

د محلي پولیسو د راپور له مخې، د بارسلونا د کلب د لیګ د اتلولی جشن له ۷۵۰ زرو څخه زیات کسان په بارسلونا ښار کې سره راټول کړل.

له هغو لومړیو کسانو څخه چې په ټولنیزو رسنیو کې یې غبرګون وښود، ګابریل روفیان اسپانوي سیاستوال و چې د دې نړیوال فوټبالر له اقدام څخه یې ستاینه وکړه.

د ال موندو د لیکنې له مخې، د هسپانوي فوټبالرانو په ځانګړي توګه ځوانانو کې دا ډېره عامه نه ده چې د فلسطین په څېر حساسو موضوعاتو باندې سیاسي دریځ ونیسي، او له همدې امله، د یامال زړور حرکت ډېر پام ځان ته اړولی دی.

د یامال غبرګون د اسپانیا د عامه افکارو د حساسیت له مخې د فلسطین موضوع او د صهیونستي رژیم نابرابر جنګ او د دې رژیم نسل‌کشي ته تفسیر کېدای شي.