د قاسم سلیماني په مکتب کښې د جګړې هرکلی نه کیده
Jan 02, 2021 09:03 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د قضايي قوې د بشري حقوقو د کمیټۍ مشر علي باقري کني وویل د قاسم سلیماني په مکتب کښې د جنګ هرکلی نه کیده خو تیریګر تر جهنم پورې بدرقه کیدل .
هغه د شهید قاسم سلیمانی د زړورتیاو په هکله په ټیلي ويژنې مرکې کښې وویل د حاج قاسم سلیماني په څلویښت (۴۰) کلن جهاد کښې تیری هیڅ ځای نلري او د هغه د جهاد ټول څلویښت (۴۰) کلونه د سپڅلي دفاع په چوکاټ کښې د کتلو وړ دي البته فعاله او دفاعي دفاع نه دا چې منفعله او شاته پاتې دفاع .
باقري کني دې ته په اشارې سره چې له دوښمانانو سره سازباز کول او د پردیو په مقابل کښې تسلیمیدل د قاسم سلیماني په مکتب کښې ځای نه درلود وویل د مقاومت په لاره کښې د قاسم سلیماني سیاست د مقاومت بشپړونکی او تثبیتونکی و .
ټیګونه