هر ډول آتش بازي به سخت ځواب ولري
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکې ولسمشر ته په جدي خبرداري سره ټينګار وکړ چې هر ډول آتش بازي به یې سخت متقابل ځواب ولري.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکې ولسمشر ته په جدي خبرداري سره ټينګار وکړ چې هر ډول آتش بازي به یې سخت متقابل ځواب ولري.
محمد جواد ظریف پرون په یو ټویټ کښې ولیکل: له عراقه رارسیدلي تازه معلومات ښودنه کوي چې د اسرائیلو جنګ جوړونکي عوامل امریکایانو ته د حملې لپاره په دسیسو جوړولو لګیا دي څو تلونکی ټرمپ په یوې چټي پلمې جنګ ته ټیل وهي.
ښاغلي ظریف د امریکې ولسمشر ته په خطاب کښې لیکلي دي: ټرمپه! له دوکې او چل وله ځان ساته. هر ډول آتش بازي به سخت متقابل ځواب ولري په تیره بیا ستا د نزدې دوستانو خلاف.
محمد جواد ظریف تیره پنجشنبه هم په سیمه کښې د امریکې د پوځي تحرکاتو په ځواب کښې په یو ټویټ کښې لیکلي وو: ایران د جنګ په تکل کښې نه دی خو د خپلو خلکو او ملي امنیت او ګټو په ساتنې او دفاع کښې به ځنډ ونه کړي.