علي عسکري: سردار سلیماني د ایمان، تقوا او توکل بیلګه و
د ایران اسلامي جمهوریت رادیو او تلویزیون ادارې مشر وویل: سردار شیهد قاسم سلیماني د ایمان، تقوا او توکل یو بیلګه و چې یو عمر یې د رهبرۍ او امام خمیني په مکتب کې هڅې کړې دي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د رادیو او تلویزیون د ادارې مشر عبدالعلي علي عسکري نن په «سلیماني مکتب او رسنۍ» یو علمي کنفرانس کې چې د تهران د رادیواو تلویزیون ادارې په نړیوال کنفرانس په مرکز کې ترسره شو، زیاته کړه: شهید سلیماني د مقدس دفاع په وخت کې د یو زړور، مومن او مخلص قوماندان په توګه هڅې کړې دي او په هغه وخت کې چې د اسلامي پاسداران انقلاب د ځواک د قوماندان په توګه وټاکلۍ شو، د اسلامي مقاومت لپاره یې سترې او سټراټیژیک اقدامات ترسره کړې و.
د راډیو او تلویزیون د ادارې مشر زیاته کړه: سردار شهید سلیماني هم مومن و او هم یې د خپل باور سره سم عمل وکړ او خدای هغه لپاره دا لاره پرانیستله او هغه ته یي بې پایه رزق ورکړ.