د ایران د بهرنیو چارو وزارت:
افغانستان سره د پراخ بنسټه همکاریو سند بشپړه شوی
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده رسنیو ته وویل: د افغانستان او ایران ترمینځ د پراخ بنسټو همکاریو سند لاسلیک ته چمتو شوی دی.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده رسنیو ته وویل: د افغانستان او ایران ترمینځ د پراخ بنسټو همکاریو سند لاسلیک ته چمتو شوی دی چي د روان لمریز کال تر ختمېدو مخکې به د دواړو هېوادونو د چارواکو له لوري لاسلیک شي.
هغه د طالبانو او د سولي د مذاکراتو په هکله وویل: طالبان کوم دولت نه دی چې په رسمیت وپېژندل شي، د ایران اسلامي جمهوریت یواځې افغان دولت په رسمیت پېژني خو دا حقیقت هم نه شي پټېدلی چې طالبان د افغان ټولنې یوه برخه او د بین الافغاني مذاکراتو یو لوری دی.
په داسي حال کې چي امریکا تل د سولي په خبرو اترو کې لاسوهنې کوي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ټینګار کوي چي، د افغان ستونزې یواځنی حل خبرې اترې دي او ټولو ښکېلو هېوادونو ته په کار دی چې د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې بشپړ ملاتړ وکړي.