د سردار قاسم سلیمانی له شهادت یواځې داعش ګټمن شوی
د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل: د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس د ځواکونو قومندان سردار قاسم سلیمانی له شهادت نه یواځنی ګټمن لوري د داعش ترهګره ډله ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د سردار قاسم سلیمانی د شهادت په کلیزه کې وویل: تېر کال د ترهګرو اول نمبر دښمن په پوره ناځوانی سره د ستر ټروریسټ (امریکا) له خوا ټرور شو، په داسي حال کې چي په ټوله سیمه کې په درنښت او په پرتمینه توګه د هغه کلیزه لمانځي د هغه له شهادت نه یواځنی ګټه داعش پورته کړې چي له هغه وخته خپل فعالیتونه زیات کړي.
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس د ځواکونو قومندان سردار قاسم سلیمانی او د حشد الشعبي د ولسي ځواکونو د قومندان نایب ابومهدی المهندس د خپلو اتو ملګرو سره د ۲۰۲۰ میلادي کال د جنوري د میاشتې پر دریمه د بغداد د هوایي میدان څېرمه دسپیني ماڼۍ په یو ټروریستي اقدام کې د امریکا د ولسمشر دونالد ټرامپ په حکم ټرور شول او په شهادت ورسېدل.
د مقاومت د مشرانو په وړاندې د امریکا دغه ناوړ جنایت سبب شو چي د عراق د پارلمان استازو له دې هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مصوبه تصویب کړي تر څو په عراق کې له تیری ګري امریکا په وړاندې د مبارزي یوه تازه لړۍ پیله شي.