د ایران او عراق ترمینځ د اقتصادي همکاریو د ګډ کمیسیون پیل
د ایران - عراق د همکاریو د پراختیا لپاره د ګډ اقتصادي کمیسیون څلورمه ناسته نن (سه شنبه) د دوه ورځو لپاره د دواړو هیوادونو د لوړ پوړو چارواکو په ګډون پیل شوه.
د عراق د سوداګرۍ وزیر علاء احمد الجبوري د دوشنبې په ورځ تهران ته د یوه لوړ پوړي اقتصادي او سوداګریز پلاوي مشري وکړه چې د ایران د اسلامي جمهوریت له لوړ پوړو چارواکو سره وګوري او د اقتصادي او سوداګرۍ همکاریو د ګډ عالي کمیسیون په څلورمه ناسته کې برخه واخلي.
له عراقي سوداګرۍ وزیر علاء احمد الجبوري سره په دغه لوړ پوړو پلاوي کې د وزیرانو مرستیالان، چاواکي، د سوداګرۍ خونو مشران او د سوداګرۍ د اتحادیي خونې مشر عبدالرزاق الظواهري هم شامل دي.
د ایران او عراق د اسلامي جمهوریت ګډه اقتصادي کمیسیون د دواړو خواو تر منځ د همکارۍ د پراختیا په هدف د 2020 کال په اکتوبر کې تاسیس شوی و.