په ایران کې نور ۸۱کسان د کرونائي ویروس قربانیان شول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i95386-په_ایران_کې_نور_۸۱کسان_د_کرونائي_ویروس_قربانیان_شول
د هیوادونو د رسمي احصایو په اساس کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ تر دې ډمه په درستې نړۍ کې څه دپاسه درې نوي میلیون کسان ککړ کړي او دغه راز څه دپاسه دوه میلیون ککړوکسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 15, 2021 16:40 Asia/Kabul
  • په ایران کې نور ۸۱کسان د کرونائي ویروس قربانیان شول

د هیوادونو د رسمي احصایو په اساس کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ تر دې ډمه په درستې نړۍ کې څه دپاسه درې نوي میلیون کسان ککړ کړي او دغه راز څه دپاسه دوه میلیون ککړوکسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .

زمونږ خبریال راپور راکړ د ایران د روغتیائی چارو وزارت ویندوئې میرمن سیما سادات لاري  نن  په درست ایران کې په کرونا دککړو کسانو  او قربانیانو دشمیر په اعلانولو سره وئيلي دي ، په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې په ایران کې د تشخیص د نړیوالو معیارونو په اساس شپږزره څلور سوه پنځه اتیا ککړ کسان پيژندل شوي  چې له دوي  کابو شپږ سوه دیرش په روغتونونو کې بستري شوي دي ، چې له دوي سره په درست ایران کې په کرونا دککړو کسانو شمیر  تر دې دمه یو میلیون یو میلیون درې لکه اتلس زره درو سوو تنو ته زیات ش وی دی .

 میرمن سیما سادات لاري وئيلي ،له نیکه مرغه تر دې د مه په ایران کې  کابو یو میلیون  یو لک اوه زره  یولس په کرونا ککړ کسان ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .هغې وئيلي ،  په تیرشواروز کې له بده مرغه په کرونا ککړ درې اتیا کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز  له دوي سره په درست ایران کې تر دې دمه دکرونائي قربانیانو شمیر شپږپنځوس زره  شپږ سوه یو ویشت تنو ته زیات شوی دی .

 د هیوادونو د رسمي احصایو  په اساس کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ تر دې ډمه په درستې نړۍ کې  څه دپاسه درې نوي میلیون کسان ککړ کړي او دغه راز  څه دپاسه دوه میلیون ککړوکسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .