محمد جواد ظريف:
ايران د تيريګرو په ځپلو کښې څه شک نه لري
د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير د اېشيا په لويديځه سيمه کښې د امريکې د غليمانه اقداماتو په اړه د خبرداري په ورکولو سره وويل: ايران د تيريګرو د ځپلو په اړه څه شک او ترديد نه لري.
د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې محمد جواد ظريف بېګا په ټوئيټ کښې د اېشيا په لويديځ سيمه کښې د امريکائي بم غورزونکو طيارو د ګشت کولو په ردعمل کښې د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په خطاب سره وليکل: که د B-52H بم غورزونکو طيارو ګشت وهل په ايران د رعب اچولو او خبردارولو لپاره وي نو پکار دے ميليارډونه ډالره دې د خپلو ټېکس ورکونکو د سلامتيا لپاره خرچ کړي وې.
ظريف په دوام کښې واضحه کړه، په داسې حال کښې چې ايران په تېرو دوو سوو کلونو کښې چرته يو جنګ نه دے شروع کړے خو د تيري کونو په ځپلو او دړې وړې کولوکښې هيڅ شک نه لري.
ظريف ټرمپ ته په خطاب سره زياته کړه، په دې اړه پکار دے له خپلو هغو ټينګو ملګرو څخه چې د عراق له معدود ټېکټاټور صدام څخه يې ملاتړ کوۀ پوښتنه وکړه.
د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير مخکښې هم په يو ټوئيټ کښې ويلي وو چې ډونالډ ټرمپ او انډيوالان يې په امريکه کښې له کورونا سره د مبارزې په ځاے د B-52 بم غورزونکو طيارو په الوزولو د اېشيا لويديځې سيمې ته د جنګي بېړيو د لېږلو لپاره ميليارډونه ډالره ضائع کوي.د امريکې بم غورزونکو طيارو په دې وروستيو ورځو کښې د اېشيا په لويديځه سيمه کښې دوه ځل د ګشت کولو اقدام وکړ.