۹۹اقتدار سترې مانورې د ایران عملیاتي مهارتونه نندارې ته وړاندې کړل
ددغې مانورې یوه مهمه موخه ، دمانورې سیمې ته د هیواد له مختلفو سیمو د ځواک چټک ځاي په ځاي کول وو ، چې د هوائي ځواک په مرستې سره په بریالیتوب سره ترسره شوي دي .
زمونږخبریال راپورر اکړ د ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ لوي درسیتز سردار عبدالرحیم موسوي پرون د ۹۹ اقتدار نومې مانورې دترسره کیدا په باب چې د جنورۍ په ۱۹ او ۲۰ نیټه د مکران په سواحلو کې ترسره شوي ، ووئیل ، ددغې مانورې یوه مهمه موخه ، دمانورې سیمې ته د هیواد له مختلفو سیمو د ځواک چټک ځاي په ځاي کول وو ، چې د هوائي ځواک په مرستې سره په بریالیتوب سره ترسره شوي دي .
سردار موسوي زیاته کړې ، د عنوان شوو دستورالعملونو په اساس په دغې مانورې کې برابرې شوي سناریوګانې ، په مرحلې مرحلې سره په بریالیتوب سره اجرا شوي اوپه کلي توګه موخو ته په رسیدا کې د ځواک روحیه او مهارتونه مثبت ارزول شوي دي .
د ایران دپوځ لوي درستیز وئیلی دي ، په دغې مانورې کې له سمندر، هوا سواحلو ته او له سواحلو سمندر ته رسیدل او مشقونه په بریالیتوب سره ترسره شوي او همدرااز په اوبو کې کوځیدل او د لمبوزنو په وسیله د سمندر ژور ته دعملیاتو دترسره کولو په خاطر رسیدا ، او دغه راز له مخکې ټاکل شوي ټارګتونو ترلاسه کول او داسې چې په ساحل کې ځيني سیمې ونیول شي او له پراخې شي او خپل قدرت اومورچلې لاپیاوړي شي ، ټول هغه موردونه وو چې په دغې مانورې کې په ښه او خوښ ډول ترسره شوي دي، چې د اسلامی ایران اقتدار او قدرت ئې یو ځل بیا نندارې ته وړاندې کړی دی .