ايران او آرمينيا د دوو اړخيزو تعلقاتو په پراختيا تاکيد وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i95780-ايران_او_آرمينيا_د_دوو_اړخيزو_تعلقاتو_په_پراختيا_تاکيد_وکړ
د ايران خارجه وزير او د آرمينيا وزيراعظم د دوو اړخيزو تعلقاتو په پراختيا تاکيد وکړ.
(last modified 2024-08-04T10:40:57+00:00 )
Jan 28, 2021 04:41 Asia/Kabul
  • ايران او آرمينيا د دوو اړخيزو تعلقاتو په پراختيا تاکيد وکړ

د ايران خارجه وزير او د آرمينيا وزيراعظم د دوو اړخيزو تعلقاتو په پراختيا تاکيد وکړ.

د ايران پرېس خبري آژانس د رپوټ له مخې د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف پرون په اېروان کښې د آرمينيا له چارواکو سره د صلاح مشورو په دوام کښې د آرمينيا له وزيراعظم نيکول پاشينيان سره کتنه او خبرې اترې وکړې.

ظريف په دغه کتنه کښې په دوو اړخيزو او څو اړخيزو تعلقاتو کښې د فرصت زمينو ته په اشارې سره په سيمه کښې ګډو اندېښنو ته اشاره وکړه او په سيمه کښې د ملګرتيا او صلحې لرونکي يو مستقبل لپاره يې د ايران د اسلامي جمهوريت په غوښتنه تاکيد وکړ.

جواد ظريف همدارنګ  د قره باغ په لانجه کښې د نړيوالو حقوقو، د خلقو د حفاظت، د اقليتونو د حقوقو د خيال ساتنې، د زمکنۍ بشپړتيا ساتنې له زوره د کار نه اخېستنې په اړه د ايران د اسلامي جمهوريت دريځونه بيان کړل.

د آرمينيا وزيراعظم هم د صلحې امنيت او ترقۍ په برخو کښې د دواړو هېوادونو اشتراکاتو ته په  اشارې سره د دواړو هېوادونو تعلقاتو د پېړيو په اوږدو کښې دوستۍ په ستنو ولاړ وبلل.

په دغه کتنه کښې همدارنګ په خاصه توګه د تجارت، برېښنا، ګېسو، ټرانزېټ، د مواصلاتي لارو او رېلوے لائن جوړولو په برخو کښې له ګډو ملګرتياو سره په اړوندو موضوعاتو خبرې او د نظر تبادله وکړه.

د ايران خارجه وزير په دې وروستيو ورځو کښې په خپل سيمه ايزو سفر کښې باکو او ماسکو ته لاړ او په پرون په ايروان کښې له خيلو صلاح مشورو وروسته له آرمينيا نه تفليس ته لاړ.

او بيا به په دوام کښې د ترکيې له چارواکو سره د کتنې او دوو اړخيزو صلاح مشورو لپاره انقرې ته لاړ شي.