سیمې ته د ثبات دبیرته ګرځولو یوازینۍ لاره غږملتیا اوملګرتیا ده
د ایران اسلامی جمهوریت په وروستیو اونیو کې یو ځل بیا دسیمه ایزو سلامشورو او ملګرتیاؤ مرکز جوړ شوی او دغه راز د ایران دلوړ پوړو چارواکو سیمه ایز سفرونه هم ددغه پيوستون اومشورو یو ژوندی مثال دی .
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر پخپل ټولنیز چینل کې دترکیې د ولسمشر پشمول له لوړپوړو چارواکو سره خپل لیده کاته رغنده او ښه بللي او لیکلي ئې دي ، په دغو لیدوکاتو کې د دوو اړخیزو اړیکو او په سورئې ،عراق او قفقاز سیمې د سیمه ایزو ملګرتیاؤ دپراختیا په باب د خبرې اترې او نظر تبادلې شوي دي .
جواد ظریف ټينګار کړی ، سیمې ته د ثبات او آرامښت دبیرته ستنولو یوازینۍ لاره غږملتیا او سره پیوستون او د مشورو دوام دی .
دا په داسې حال کې دي چې د ایران اسلامی جمهوریت په وروستیو اونیو کې یو ځل بیا دسیمه ایزو سلامشورو او ملګرتیاؤ مرکز جوړ شوی او دغه راز د ایران دلوړ پوړو چارواکو سیمه ایز سفرونه هم ددغه پيوستون اومشورو یو ژوندی مثال دی .