ایران د افغانستان لومړنی تجارتی شریک دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i95962-ایران_د_افغانستان_لومړنی_تجارتی_شریک_دی
د افغانستان تاجران وائي دایران او افغانستان په تجارتي اړیکو کې دموجوده آسانتیاؤ په دلیل د دواړو هیوادونو تجارتي اړیکې هماغه شان په زیاتیدا دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 01, 2021 11:23 Asia/Kabul
  • ایران د افغانستان لومړنی تجارتی شریک دی

د افغانستان تاجران وائي دایران او افغانستان په تجارتي اړیکو کې دموجوده آسانتیاؤ په دلیل د دواړو هیوادونو تجارتي اړیکې هماغه شان په زیاتیدا دي .

 زمونږخبریال له کابله راپورراکړ د رسمي راپورونو په اساس،د ایران او افغانستان د تجارتي اړیکو اندازه،په کال کې څه دپاسه درې میلیارډالرو ته رسیدلې چې دغه زیاتره اندازه دغه  هیواد ته دایران صادرات دي.

  دافغانستان  د تجارت اوصنائعو د کوټو مرستیال  خان جان الکوزي  په دې زمینې کې وئيلي دي ، په ویاړ سره وئيلی شو چې  اسلامی ایران د افغانستان  لومړنی تجارتی شریک دی .

  په افغانستان کې د ایران داسلامی جمهوری تجارتي سلایار جوانمرد قصاب هم وئيلي دي ، ددواړو هیوادونو تجارتي اړیکې په یوه بل کې دومره نغښتي دي چې حتی امریکا،افغانستان د ایران په ضد دخپلو ظالمانه  بندیزونو څخه  مستثنی کړی دی .

Image Caption

 

 همداراز  آغا جان صالح زاده چې په کابل کې د اسلامی ایران  د ودانیو د مصالو د څوشرکتونو نمایندګي  لري  او د ایرانیو شیانو یو فعال  واردونکی دی ، هم  زمونږ له خبریال سره په خبرو کې وئيلي دي، په افغانستان کې  د ودانیو دمصالحو او لوازماتو  د بازار اتیا فی صدي برخه دایرانیو شرکتونو په لاس کې ده .

 هغه  په تجارت کې  د خپلې کامیابۍ راز  د ایران  دلوړ کیفیّت لرونکو شیانو د وارداتو پامته داره ده .

 د افغانستان تاجران وائي  دایران او افغانستان په تجارتي اړیکو کې  دموجوده آسانتیاؤ په دلیل  د دواړو هیوادونو  تجارتي اړیکې  هماغه شان په زیاتیدا دي .