په نطنز او فردوکمپلیکسزکې نور ماډرن سنټرفیوژونه ولګول شول
د ایټمي انرژۍ په نړیوال آژانس کې د ایران سفیر همداراز وئيلي دي ، آژانس تر دې دمه د لازیاتو آزمیښتي فعالیتونو دترسره کولو جوګه دی او په دې زمینې کې له پلان شوو پرمختګونو خبریږي .
زمونږ خبریال راپور راکړ د ایټمي انرژۍ په نړیوال آژانس کې د اسلامی ایران سفیر او دایمي استازي کاظم غریب آبادي پرون پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلي دي ، په نطنز کمپلیکس کې د آئي آر آئي نومې سڼټرفیوژ په نسبت دڅلور برابره کارکونې په ظرفیّت سره آئي آر ۲ ایم ماډل ۳۴۸ سنټرفیوژونو دوې کړئ نصب شوي او په یو ایف ۶ سره کار کوي .
غریب آبادي دې ته په اشارې سره چې په فردو کمپلیکس کې هم د آئي آر سکس سنټرفیوژونو د دوو کړیو لګول هم پیل شوي دي ټينګار کړی ، له زیاتو ماډرن سنټرفیوژونو د لګولو کار هم روان دی .
د ایټمي انرژۍ په نړیوال آژانس کې د ایران سفیر همداراز وئيلي دي ، آژانس تر دې دمه د لازیاتو آزمیښتي فعالیتونو دترسره کولو جوګه دی او په دې زمینې کې له پلان شوو پرمختګونو خبریږي .
ایران له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دامریکا له یو ا ړخیزې وتنې او په دغې موافقې کې پخپلو ژمنو په عمل کې د اروپائي لوري له دوه کلنو ځنډ اوسستیو وروسته ، دخپلو ژمنو دکمولو لپاره د آژانس تر څارنې لاندې لوړ ګامونه پورته کول پيل کړی دي .