په نطنز او فردوکمپلیکسزکې نور ماډرن سنټرفیوژونه ولګول شول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i96026-په_نطنز_او_فردوکمپلیکسزکې_نور_ماډرن_سنټرفیوژونه_ولګول_شول
د ایټمي انرژۍ په نړیوال آژانس کې د ایران سفیر همداراز وئيلي دي ، آژانس تر دې دمه د لازیاتو آزمیښتي فعالیتونو دترسره کولو جوګه دی او په دې زمینې کې له پلان شوو پرمختګونو خبریږي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 03, 2021 03:13 Asia/Kabul
  •  په نطنز او فردوکمپلیکسزکې نور ماډرن سنټرفیوژونه ولګول شول

د ایټمي انرژۍ په نړیوال آژانس کې د ایران سفیر همداراز وئيلي دي ، آژانس تر دې دمه د لازیاتو آزمیښتي فعالیتونو دترسره کولو جوګه دی او په دې زمینې کې له پلان شوو پرمختګونو خبریږي .

 زمونږ خبریال راپور راکړ د  ایټمي  انرژۍ په نړیوال  آژانس کې  د اسلامی ایران سفیر او دایمي  استازي  کاظم غریب آبادي  پرون  پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلي دي ،  په نطنز  کمپلیکس  کې  د آئي آر  آئي نومې سڼټرفیوژ په نسبت   دڅلور برابره کارکونې په ظرفیّت سره   آئي آر ۲ ایم  ماډل  ۳۴۸ سنټرفیوژونو دوې کړئ نصب شوي  او  په  یو ایف ۶ سره  کار کوي . 

 غریب آبادي دې ته په اشارې سره چې  په فردو کمپلیکس کې هم د آئي آر سکس سنټرفیوژونو  د دوو کړیو لګول  هم پیل شوي دي ټينګار کړی ، له زیاتو ماډرن سنټرفیوژونو د لګولو کار هم روان دی .

 د ایټمي انرژۍ په نړیوال آژانس کې د ایران سفیر همداراز وئيلي دي ، آژانس تر دې دمه  د لازیاتو آزمیښتي  فعالیتونو  دترسره کولو جوګه دی او   په دې زمینې کې    له پلان  شوو پرمختګونو  خبریږي . 

ایران له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  دامریکا له یو ا ړخیزې وتنې  او په دغې موافقې کې پخپلو ژمنو په عمل کې د اروپائي لوري  له  دوه کلنو ځنډ اوسستیو وروسته ،  دخپلو ژمنو  دکمولو لپاره  د آژانس تر څارنې لاندې  لوړ ګامونه پورته  کول پيل کړی دي .