د نړۍ دپتمنو په ضد دې دهوائي قدرت کارول منع شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i96148-د_نړۍ_دپتمنو_په_ضد_دې_دهوائي_قدرت_کارول_منع_شي
سردار نصیرزاده پخپلې ویډیوئي وینا کې چې د هند دبنګلور ۲۰۲۱ هوائي نندارتون ترڅنګ ترسره شوی ، دهوائي قدرت دځانګړتیاؤ په بیانولو سره ، د نړۍ د پتمنو په تیره بیا د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دقدس ځواک دوخت دقوماندان سردار جنرال قاسم سلیماني شهید په حذفولو کې د ددغه قدرت کارول په کلکه محکوم کړل .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 06, 2021 03:04 Asia/Kabul
  • د نړۍ دپتمنو په ضد دې  دهوائي قدرت کارول منع شي

سردار نصیرزاده پخپلې ویډیوئي وینا کې چې د هند دبنګلور ۲۰۲۱ هوائي نندارتون ترڅنګ ترسره شوی ، دهوائي قدرت دځانګړتیاؤ په بیانولو سره ، د نړۍ د پتمنو په تیره بیا د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دقدس ځواک دوخت دقوماندان سردار جنرال قاسم سلیماني شهید په حذفولو کې د ددغه قدرت کارول په کلکه محکوم کړل .

 زمونږخبریال  راپور راکړ د ایران دا سلامی جمهوریت  دپوځ دهوائي ځواک قوماندان سردار تورن جنرال عزیز نصیرزاده  دهندو ستان په بنګلور کې  دنړۍ د هوائي ځواکونو دقوماندانانو په ټول کې پخپلې ویډیوئي  وینا کې د نړۍ دپتمنو په ضد د هوائي قدرت   د کارولو دمنع کیدا دکنونش  دجوړولو وړاندیز کړی .

 سردار نصیرزاده پخپلې ویډیوئي وینا کې  چې د هند دبنګلور ۲۰۲۱  هوائي نندارتون ترڅنګ  ترسره شوی ، دهوائي قدرت دځانګړتیاؤ په  بیانولو سره ، د نړۍ د پتمنو په تیره بیا د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دقدس ځواک دوخت دقوماندان سردار جنرال قاسم سلیماني  شهید په حذفولو کې  د ددغه قدرت کارول په کلکه محکوم کړل .

سردار نصیرزاده  په لویدیځي آسیا سیمې کې له افراط پالنې  اوترهه ګرۍ سره په مبارې کې د شهید قاسم سلیماني  ارزښتناک رول ته په اشارې سره  ټينګار کړی ،نننۍ نړۍ  له هوائي قدرته د  سمې استفادې لپاره  له ترهه ګرۍ  سره د مبارزانو او پتمنو انسانانو  په ضد دهوائي قدرت  دکارولو د بندیز د کنونش  تاسیس ته اړتیا  لري . د ایران دپوځ د هوائي ځواک قوماندان  همداراز  له ګاونډیو او دوستو هیوادونو سره د  ملګرتیا لپاره د اسلامی ایران ورین تندي  او خلاصې غاړې  ته په اشارې سره  یادونه کړې ، مونږ په اسلامی ایران کې په دې پسې یوو  چې  د هغو درستو کسانو ترڅنګ  دخپلو ملي ګټو په ساتنې سره چې له سلطه غواړي خوي پرته   د نورو هیوادونو  خلکو ته داحترام  په سترګو په کتو او په رغنده تعامل سره  فکر کوي ، له جنګ جګړو اوشخړو  پاک اوسوچه  او ډاډمن راتلونکي ته پام اوفکر  وکړو .