ظریف د یمن لپاره د ملګرو ملتو له ځانګړي استازي سره وکتل
Feb 08, 2021 09:35 Asia/Kabul
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د یمن په چارو کې د ملګرو ملتو له ځانګړي استازې سره وکتل او د یمن او سیمې د تازه حالاتو په اړه یې خبرې اترې وکړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف او د یمن په چارو کې د ملګرو ملتو ځانګړي استازي مارتین ګریفیتس د ایران د بهرنیو چارو په وزارت کې وکتل او د یمن د وروستیو بدلونونو په اړه یې خبرې وکړې.
ټیګونه