د سباؤن لسیزه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i96266
د تهران د پښتوخپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ځلانده یون نومې لړئ له ننني مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغه ننني مطلب کې د ایران د اسلامی انقلاب او د فلسطین د موضوع د احیاء په باب درسره غږیږ،نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 08, 2021 15:54 Asia/Kabul
  • د سباؤن لسیزه

د تهران د پښتوخپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د ځلانده یون نومې لړئ له ننني مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغه ننني مطلب کې د ایران د اسلامی انقلاب او د فلسطین د موضوع د احیاء په باب درسره غږیږ،نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ .

 دوستانو دفلسطین او قدس شریف ملاتړ له اسلامی انقلابه وروسته د ایران د بهرني سیاست یوه ترټولو اصلي سټراټژي ده، چې داخبره د ایران داسلامی جمهوریت لوړپوړو چارواکو په درستو نړیوالو اورګانونو او کنفرانسونو کې په کرتو  جوته کړې ده .

 د ایران د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه مخکې،په اسلامی نړۍ کې د فلسطین دموضوع پيکه کیدا بهیر  پيل شوی ؤ ، خو  داسلامی انقلاب بریالیتوب سبب شو څو د فلسطین موضوع   داسلامی نړۍ په تمرکز او د  توجه په مرکز کې  پاتې شي .په ایران کې اسلامی انقلاب رامینځةکیدا د فلسطین په موضوع کې  یو مهم ټکی بلل کیدلی شي .د ایران د اسلامی جمهوریت  له خوا د فلسطین ملاتړ، له صهیونیسټي رژيم سره د هراړخیزې دښمنۍ او له یرغلونو سره په یووخت په مختلفو سیاسی، ډيپلوماټيکو ډګرونو او دعمومي افکارو  په وړاندې  تعقیب شوې ده .

د ایران اسلامی جمهوریت هیڅکله هم اسرائيل په رسمیّټ نه دی پيژندلی.د ایران داسلامی انقلاب ارواښادلارښود حضرت امام خمیني اسرائيل د یوې سرطاني دانې په توګه یاد کړي دي .د ایران داسلامی جمهوریت دغه دریځ دهغوجنایتونو په دلیل دی،چې اسرائيلي رژيم د فلسطینیانو په ضد کړي دي.په حقیقت کې د اسلامی ایران دغه دریځ یو ډول  ترټولو مهم ملاتړدی چې له فلسطین او قدس شریف څخه په ملاتړکې شوی دی.

Image Caption

 

                 د فلسطین داسلامی جهاد غورځنګ  یوه لوړپوړي چارواکي احسان عطایا د فلسطین دموضوع او د اسلامی انقلاب  د ارتباط په باب  وئيلي دي ، په ایران کې داسلامي انقلاب له بریالیتوب وخت راهسې  په ایران کې یو شعار مطرح شوی  او هغه هم دا دی چې  فلسطین به آزاد شي .  هغه لومړنی کار چې  په دې زمینې کې شوی، دحضرت امام خمیني په فرمان سره  په تهران کې د اسرائيلو د سفارت د فلسطین په سفارت بدلول وو .د حضرت امام خمینی او د ایران داسلامی جمهوریت ملاتړ له هماغه پیله  مشخص ؤ  دغه ملاتړ یوازې په کلام کې نه ؤ ، بلکې په  عمل کې  ئې هم اثبات کړ ی دی .

د ایران اسلامی انقلاب  په داسې پړاؤ کې بریالی شو چې  یوه مهم عرب او  اسلامی هیواد مصر  له اسرائيلی رژيم سره  دکیمپ ډيویډ  تړون لاسلیک کړی او نورو عربو هیوادونو هم  دهغو بریالیتوبونو په واسطه چې   اسرائيلو له عربانو سره  په جنګ کې  ترلاسه کړي وې ،عملا  له اسرائيلو سره  له مقابلې او  له فلسطینه  له ملاتړه نهیلي شوي  وو . د ایران اسلامی انقلاب لامل شو ،  له فلسطینه ملاتړ یو ځل بیا پیاوړی شي . په حقیقت  کې   دایران اسلامی انقلاب د فلسطین موضوع  ته یو اسلامی او له قومیّتونو ورآخوا هویّت وروبخښۀ او دا ئې د عربانو له موضوع  وباسله او یو اسلامی پوښښ ئې ورکړ.  په تهران   د لبنان د امل غورځنګ استازي صلاح فحص  په دې باب وئيلي دي ؛ ایران د فلسطین موضوع احیاء کړه .  دایران اسلامی انقلاب  د فلسطینیانو په نسبت  د صهیونیسټانو  ظالمانه  چلند نه مني او باؤري  دی ، قدس باید فلسطنیانو ته بیرته وګرځی . 

 یوه هغه  تر ټولو مهم اقدام چې  د ایران داسلامی انقلاب له بریالیتوبه وروسته ترسره شو ، دقدس  د ورځې په توګه د روژې دمبارکې میاشتې د وروستۍ جمعې په نومولو کې  د حضرت امام خمیني  نوښت ؤ . ارواښاد امام  د قدس د ورځې په ټاکنې سره ،  دفلسطین موضوع  له عربی نیشنلزم سره  له اړوندوالي وباسله او  پر اسرائيلو  سره پر مبارزې ئې د  اسلامی ائيډیالوجۍ  او فرهنګ  اړخ  حاکم کړ .  د قدس د ورځې مهم نوښت  لامل شو ، دفلسطین نامه او د فلسطین موضوع  هیره نشي ،ځکه  په هغو مظاهرو سره چې  د قدس په ورځ د فلسطین او قدس په ملاتړ کې ترسره کیږي ، دنړۍ عمومي افکار  هماغه راز  د فلسطین موضوع ته حساس باقي  پاتیکیږي  او په دغې ورخې د فلسطینیانو په ضد اسرائيلو  جنایتونه  یاودول کیږي .

Image Caption

 

Image Caption

 

      خوږو دوستانو  دایران داسلامی انقلاب د بریالیتوب یوه بله ډیره مهمه پایله  دا وه چې په تیرو څلورو لسیزو کې ، د فلسطین  مقاومتي ډلې پیاوړي شوي او  پر سیمې په یوه تر ټولو مهم لوبغاړي  بدلې شوي دي .  دفلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس او د اسلامی جهاد  دپوځي توان ملاتړ او پراختیا  د ۲۲ ورځني ، ۱۱ورځني ،۵۱ ورځني  او دغه راز د ۲ ورځني  مقاومتونو په څير  د صهیونیسټانو پر تابوت د سترو ماتو دتپلو لامل  شوي دي . دغه  ناکامیو  او بې شرمه کیدلو پر درستې سیمې  دسلطې لپاره د صهوینسټانو سناریو او پروګرامونه  په یوه بل پسې  تباه کړل ،داسې چې  اوس صهیونیسټي رژيم  له غزې تړانګې څخه رانیولې د لبنان  او اردن تر پولو پورې  دځان ګیرچاپيره  ددیوال او کلائې په تاواولو سره   هڅه کوي ، خپل ډَډ  او پوچ موجودیّت  وساتي .

    د فلسطین  دچارو یو کارپوه او تکړه شناندی او لیکوال  سید جعفر رضوي   دمقاومت د بریالیتوبو او پیاوړتیا په باب وائي ؛  د ایران داسلامی انقلاب  په بریالیتوب او د ایران په ملاتړونو سره ، مقاومت یو اسلامی شکل غوره کړی  او ددې شاهدان یوو چې دغه مقاومت  دپام وړ بریالیتوبونه ترلاسه کړي دي  چې  یوڅرګند مثال ئې ،  له غزې تړانګې  د صهیونیسټانو وتل  او  دوو ورځو ته  د فلسطینیانو  په ضد د وحشي صهیونیسټي رژيم  دجنګونو لنډیدا  ده .نن سبا له  مقاومت څخه  په سیمې کې د صهیونیسټانو تر ټولو زیات وحشت  او ویره ، حزب ا... ، حماس  او اسلامی جهاد غورځنګونه دي . دغه مبارزې ډلې او غورځنګونه د لویدیځي آسیا   په امنیتی نظم کې  نه انکاریدونکي دي  او  دغه رول لوبونې  هم په سیمې کې د اسرائيلي رژيم د  موقعیّت د کمزورتیا  لامل  هم شوي دي .

 د پيړۍ معامله او د اړیکو عادي کول  دوه امریکائي پلانونه دي،چې په وروستیو کلونو کې د اسرائيلو دبشپړملاتړ لپاره تعقیب او اجرا شوي  دي .په همدې لړ کې،متحده عربی اماراتو او بحرین  دستمبر په پنځلسمه نیټه په سپینې ماڼۍ کې او دامریکا د وخت د کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ په شتون سره د اړیکو دعادي کولو موافقه چې  په آبراهم موافقې مشهوره شوي ، لاسلیک کړې ده . په دې پسې مراکش او سوډان هم  له وحشي صهیونیسټي رژيم سره  د  اړیکو د عادي کولو موافقه لاسلیک کړه .  حقیقت دا دی چې  له صهیونیسټي رژيم سره د  عربو هیوادونو داړیکو عادي کیدا  په تیرو څو لسیزو کې موجوده  وه . د اړیکو دعادي کولو پيښه  چې  شوې ، یوازې د  عادي کونې د بهیر  ښکاره کیدا، څرګندیدا او رسمیّت ورکول دي . 

Image Caption

معام

Image Caption

 

د اړیکو دعادي کولو یوه ترټولو مهمه پایله،د فلسطین له آئيډیا څخه د حساسیتونو لیرې کول دي  په حقیقت کې  دیوې چورلیزې موضوع په توګه د فلسطین له آئيډیا څخه ملاتړ ، نه یوازې  د عربو هیوادونو لپاره مطرح نه ده ، بلکې  په عمل کې د فلسطین  د موضوع پيکه کول  او همداراز د فلسطین په ضد د اسرائيلو   له جنایتونو دحساسیتونو کمول  هدف دی .د ایران اسلامی جمهوریت یو هغه ترټولو مهم هیواد دی چې د پيړۍ له معاملې او داړیکو له  عادي کونکي بهیر سره ئې مخالفت کړی دی .آل سعود رژيم او ځینو نورو عربو هیوادونو  د ایران د اسلامی جمهوریت  په باب ادعا کړې ده چې تهران  د عربو په چارو کې ګوتې وهي،خو اوس پخپله دغه هیوادونه عملا د فلسطین  عربی هیواد هیر کړی او  له اسرائيلو ئې ملاتړ ته مخه کړې  ده .

د پیړۍ معاملې او د اړیکو عادي کولو بهیر ښودلې ده چې د فلسطین موضوع ، د وخت په تیریدا سره د عربی او حتی د لویدیځي قدرتونو لپاره  خپل ځایګی له لاسه  ورکړی دی،خو  دایران داسلامی جمهوریت  په بهرني سیاست کې  د فلسطین ملاتړ،کومه موقتي او پيکه موضوع نه ده ، بلکې یوه تل پاتې او تل روښانه موضوع ده . د فلسطین د  چارو  کارپوه سید جعفر رضوي  په دې باب په یوه ځاي کې وائي ،د فلسطین موضوع  له هماغه  پيله د اسلامی انقلاب په مانیفیسټیَو کې ده  او داسې کوم شی نه دی چې  وروسته د انقلابی اسلامی په موضوعګانو کې شامله شي ،بلکې له  هماغه پيله دغه موضوع یوه خاص موضوع ده . داسلامی انقلاب له بریالیتوبه په ورپسې پرله پسې کلونو کې  دا یوازې د ایران اسلامی جمهوریت ؤ چې  په دوومدار  ډول ئې  له فلسطینه ملاتړ کړی دی . ځیني هیوادونه  وو چې په پړاویز ډول ئې د فلسطین ملاتړ کړ یدی .خو ملاتړ ئې ټيټې هسکې درلودلي  او یا ئې هم په وختي توګه ملاتړ کړی دی .د مثال په توګه د عربستان ،قطر او یا دترکیې په څير  هیوادونو په پړاویزه توګه   له فلسطنیانو ملاتړ  کړی دی ،البته  اوس د دوي ملاتړونه غوڅ او یا هم پیکه شوي دي .په داسې حال کې چې  د  ایران  اسلامی جمهوریت  په هماغه ولولې او  انګیزې سره  چې  داسلامی انقلاب له هماغه پیله ئې درلودلي،د فلسطین  له ملت اوقدس شریف څخه ئې خپلو هراړخیزو ملاتړونو ته دوام ورکړی دی .

********************

=    خواږو دوستانو ددغه نننی مطلب وخت هم همدومره ؤ نو تر بل مطلب پورې  مو نیاؤمن خداي سپارو ،سرلوړي ، آباد او ښاد اوسئ .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************