د قاسم سلیماني او د ابومهدي مهندي بدل به واخیستل شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i96274-د_قاسم_سلیماني_او_د_ابومهدي_مهندي_بدل_به_واخیستل_شي
تسنیم خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د قضايي قوې مشر ایت الله سید ابراهیم رئیسي د عراق د بغداد هوايي ډګر ته د رسیدا په وخت په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د امریکا لخوا د مقاومت د قومندانانو د ټرور جنایت ته به ځواب ورکړل شي وویل شهید قاسم سلیماني او شهید ابو مهدي المهندس له ترهګرۍ سره د مبارزې اتلان وو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 09, 2021 00:59 Asia/Kabul
  • د قاسم سلیماني او د ابومهدي مهندي بدل به واخیستل شي

تسنیم خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د قضايي قوې مشر ایت الله سید ابراهیم رئیسي د عراق د بغداد هوايي ډګر ته د رسیدا په وخت په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د امریکا لخوا د مقاومت د قومندانانو د ټرور جنایت ته به ځواب ورکړل شي وویل شهید قاسم سلیماني او شهید ابو مهدي المهندس له ترهګرۍ سره د مبارزې اتلان وو .

هغه بیګا په بغداد هوايي ډګر کښې د حاج قاسم سلیماني او د ابو مهدي المهندس د درنښت په مراسمو کښې په ګډون کولو سره د اسلامي دنیا د دغو دوو (۲) سرلوړو شهیدانو  د ستر مقام درنښت وکړ .

ایت الله رئیسي  د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدران د قدس ځواک د قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني او د عراق د ولسي بسیج ځواک الحشد الشعبي د مرستیال ابو مهدي المهندس د شهادت په ځاې کښې په شتون سره وویل په دغه ځاې کښې د ایراني او د عراقي  وینه له یوبل سره یوځاې شوي ده او دلته د امریکا جنایت او د نړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ ترسره شوي ده .

د ایران د اسلامي جمهوریت د قضايي قوې مشر ابراهیم رئیسي په دې خبرې باندې ټینګار سره چې دغه دوه (۲) ستر شهیدان نه یوازې له ایران او عراق سره بلکې له ټول اسلامي امت او بشریت سره اړه لري زیاته کړه د الهي انتقام  لاسونه تل د ملت له لاستوڼو راوتلي دي او راو به ځي .

هغه له داعش ترهګرې ډلې د امریکا ملاتړونو ته په  اشارې سره وویل امریکا په خپله داعش ډله جوړه کړه او ملاتړ یې کوي او واشنګټن  دغه ډلې ته ټول مالي ، وسله وال او استخباراتي امکانات ورکوي او د دغه ډلې په وسیله مسلمان ملتونه وژني او هغه  کسان  چې د داعش په مقابل کښې دریږي وژني .