امریکا او اروپا باید سعودي عربستان ته وسلې ورنکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i96280-امریکا_او_اروپا_باید_سعودي_عربستان_ته_وسلې_ورنکړي
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو اړیکو د سټراتيژیکې شورا مشر سید کمال خرازي د یمن د خلکو پرضد د جنګ د سمدستي ختمیدا په اهمیت باندې ټینګار سره له امریکا او اروپايي هیوادونو څخه سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته د وسلو د استولو د بندیدا غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 09, 2021 01:32 Asia/Kabul
  • امریکا او اروپا باید سعودي عربستان ته وسلې ورنکړي

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو اړیکو د سټراتيژیکې شورا مشر سید کمال خرازي د یمن د خلکو پرضد د جنګ د سمدستي ختمیدا په اهمیت باندې ټینګار سره له امریکا او اروپايي هیوادونو څخه سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته د وسلو د استولو د بندیدا غوښتنه وکړه .

د ایران د خارجي اړیکو د سټراټيژیکې شورا مشر سید کمال خرازي د یمن په چارو کښې د ملګروملتونو له ځانګړي استازي مارټین ګریفیتس سره په کتنې کښې په یمن کښې د جنګ د ختمولو لپاره د مثبتو نښو د رامینځته کیدا هرکلی وکړ او ډاګینه یې کړه متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان د یمن په دغه ورانونکي جنګ کښې د مهمو لوبغاړو په توګه هیڅ بریا نه ده لرلي .

کمال خرازي وویل اوس چې د یمن د جنګ د ختمولو لپاره فرصت رامینځته شوی دي هیله من یم چې امریکا له سعودي عربستان سره د وسله والو او د استخباراتي ملګرتیا د غوڅولو په هکله په خپل دریځ کښې رښتیوني ووسي او له امریکا او اروپايي هیوادونو څخه سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته د وسلو د صادریدا په غوڅیدا سره د یمن د جنګ د ختمیدا زمینه برابره شي .

کمال خرازي په یمن کښې د اوربند د ټینګولو او د صنعا هوايي ډګر او د الحدیده بندر د کلابندۍ د ختمولو  لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مارټین ګریفیتس د پلان په هرکلي سره وویل زه له دغه ایډیا سره چې په یمن کښې د جنګ ختمیدل په لویدیځې اسیا سیمې کښې له ثبات او امنیت سره مرسته کوي موافق یم او هیله من یم چې د یمن جنګ زر پاې ته ورسیږي .

د یمن په چارو کښې د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مارټین ګریفیتس هم په یمن کښې د اوربند د ټینګیدا لپاره د خپل پلان په هکله په توضیح ورکولو سره وویل په یمن کښې له جنګ څخه د ملاتړ په ختمولو کښې د امریکا په نوي اعلان شوي دریځ سره په دغه هیواد کښې د جنګ د ختمیدا لپاره ښه فرصت رامینځته شوی دی .