د ایراني چارواکو سره د ګریفیتس د خبرو اترو څلور اساسي محورونه
د یمن په چارو کې د ملګرو ملتونو استازی مارتین ګریفیتس تهران ته په خپل سفر کې د یمن د جګړې په اړه د ایران له چارواکو سره خبرې اترې وکړې.
ګریفیتس تیره ورځ د ایران د بهرنیو چارو له وزیر، محمد جواد ظریف، د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال، عباس عراقچي او د ایران د ملی امنیت د ستري شورا له مرستیال سعید ایروانی سره پر یمن باندې د سعودی د یرغل په هکله خبرې اترې وکړې، دغي خبري اترې څو مختلف محورونه درلودل.
د دغو خبرواترو لومړی چورلیز دا و چي پر یمن باندې د عربستان بریدونه باید ودرول شي او بندیزونه ختم کړای شي، ۶ کاله پر یمن باندې د سعودي له خوا تپل شوې جګړه چي په عربي هیوادونو کې تر ټولو بې وزله هیواد ګڼل کیږي، د ستري بشري ناوړین د رامینځ ته کېدو سبب ګرځېدلی دی، په داسي توګه چي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلینکن هم په دغه هیواد کې په رامینځ ته شوی بشري ناوړین باندې اعتراف وکړ او پر یمن باندې د سعودي د ائتلاف د بریدونو د درېدو غوښټنه وکړه.
مارتین ګریفیتس هم د ایران د اسلامي جمهوریت د چارواکو سره په لیدنه کې ټینګار وکړ چي په اوسني شرایطو کې تر ټولو مهم لومړیتوب اوربند او د محدودیتونو ختمول دی، تر څو له دې لاري څخه بشردوستانه اقدامات پیل او د سیاسي لارو چارو لپاره زمینه برابره شي.
په یمن کې د جګړو په درولو کې د ملګرو ملتونو پر ناکامیو باندې د ایران اسلامي جمهوریت نیوکې د خبرو اترو یو بل محور بلل کیږي.
د ملګرو ملتونو اداره د یمن په جګړه کې د مهمو لورو څخه بلل کیږي چي د ملګرو ملتونو اداره د ځانګړی استازی په معرفي کولو سره په دغه هیواد کې رول لوبوي.
خو بیا هم دغه اداره نه یوازې د جګړې په درولو او د دې هیواد له خلګو سره په مرسته کې ناکامه پاته شوې بلکي د ماشومانو د حقونو په سرغړونکي هیوادونو کې د سعودي نوم په ور زیاتولو کې هم ناکامه شوې ده.
په دغه جګړه کې د ملګرو ملتونو کړچار تر هر څه زیات دغه مساله ثابته کړه چي دغه اداره په خپلو فعالیتونو کې خپلواک عمل نه شي تر سره کولای او له نړیوالو زبر ځواکونو نه اغېزمنه شوې ده.
نړیوال زبر ځواکونه په تېره بیا امریکا د یمن په جګړه کې له سعودي څخه ملاتړ کوي، په همدې لړ کې سعید ایروانی د ګریفیتس سره په لیدنه کې د یمن په جګړه کې د ملګرو ملتونو کمزوري رول لوبونې او منفعلانه دریځ ته په اشارې سره ټینګار وکړ چي ملګري ملتونه باید د یمن د بحران په حل کې اساسي رول ولوبوي په دغه هیواد کې د سعودي له خوا عام وژنو او جګړو ته د پای ټکی کښېږدوي.
د ملګرو ملتونو د ځانګړی استازی او د ایراني چارواکو تر مینځ د خبرواترو دریم محور یا چورلیز د ایران رول لوبونه وه، د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی له تهران څخه غوښټنه وکړه چي د یمن د جګړې د ختمولو لپاره رول ولوبوي، د ګریفیتس دغه غوښتنه دوه اساسي دلیلونه لري، د یوې خوا څخه د ایران اسلامي جمهوریت د لوېدیځي اسیا د سیمه ایزو قدرتونو په شمار کې راځي او د بلي خوا څخه د یمن د ملی ژغورنې اداره چي د انصارا... د غورځنګ او ورسره د متحدو ډلو له خوا جوړه شوې د تهران له لوري په رسمیت پېژندل شوې او تهران له انصارا... سره نږدې اړیکي لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د ګریفیتس د غوښتنې په ځواب کې د یمن د ولس اقتصادي محاصرې او پر هغوی باندې د سعودي دوامداره بریدونو ته په اشارې سره تینګار وکړ چي ایران د یمن د جګړې د هوارۍ په موخه د ملګرو ملتونو له هر ډول هلو ځلو څخه ملاتړ کوي.
د تېره ورځ د خبرواترو څلورم چورلیز د یمن د جګړې د ختمولو لپاره د امریکا په عملي اقداماتو باندې ټینګار و، ډېر داسي شواهد موجود دي چي ښودنه کوي امریکا د یمن په جګړه کې د سعودي له اصلي ملاتړو څخه ده، تر ټولو نوی شاهد هم د امریکا د دفاع وزارت د ویاند جان کربي خبرې دي.
جان کربي په وروستیو ورځو کې خبریالانو ته وویل چي د امریکا د نوې ادارې د ولسمشر جوبایدن د حکم سره سم پنټاګون په یمن باندې د سعودي په جګړه کې خپلي استخباراتي، سلاکاري او ټاکټیکي مرستو ته د پای ټکی ایږدي.
په همدغه موده کې د امریکا نوې اداره پر یمن باندې د سعودي د یرغل د درېدو غوښتنه وکړه، خو د امریکایانو دغه ټولي خبري تر دې دمه تشي د خولې خبرې دي او په عمل کې امریکا څه تر سره کړي نه دي.
په نړیوالو چارو کې د ایران د ملی امنیت د ستري شورا مرستیال ګریفیتس سره په لیدنه کې ټینګار وکړ چي په رسندویي وېناو سره د یمن د بحران د حل سره مرسته نه شي کېدای، د امریکا نوې اداره باید په عملي اقداماتو او صادقانه ګامونو په اوچتولو سره د ټرامپ د ادارې د تېروتنو او د ناسم میراث جبران وکړي.