ایران به ډيرزردایټمي موافقې دژمنتیاؤ کمونکی بل ګام هم پورته کړي
د ایران خارجه وزیر هیله ښودلې ، د ایران ګاونډیانو هم دا زده کړي وي ، چې ددې په تمه نشي پاتیکیدلی چې پردي ورته امنیت تامین کړي ،ځکه چې جغرافیائي تقدیر دا دی چې ګاونډیان تل دیوه بل تر څنګ باقي پاتې شي .
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف د اسلامی انقلاب د ۴۲کلیزې په مناسبت په انګریزي ژبه دامریکا نوي حکومت ته په یوه ویډیوئي پیغام کې وئيلي دي ، په واشنګټن کې دنوي حکومت په شتون سره دا فرصت شته چې یو نوی کړچار وآزمویل شي ، خو اوسنۍ پرانیستل شوي کړکئ په ډيرې چټکۍ سره د بندیدا په حال کې دی .
جواد ظریف روښانه کړې ده ،د نړیوالې ایټمي موافقې په مادو کې خپلو ژمنتو ته د امریکا او اروپا له پابندیو د سرغړونې په ځواب کې به ، د ایران حکومت ډير سره مجبوره شي ، څو یو نوی جبرانونکی ګام پورته کړي، دغه جبرانونکی اقدام هماغه ډول چې د ایران په پارلیمان کې تصویب شوی ، د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس له پلټونکو سره دملګرتیا دکمیدا او دایټمي پروګرام دپراختیا پشمول دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې په چوکاټ کې دایران داسلامی جمهوریت له مسلمه حقوقو سره سمون خوري .
د ایران خارجه وزیر همداراز ددې خبرې په کولو سره چې تهران په کرتو او بیا بیا له ګاونډیانو سره د ګډو موخو په لړ کې دتعامل او ملګرتیا لپاره خپل چمتووالی ثابت کړی دی ، وئيلی دي ، په ټولو هڅو کې د ایران دایمي موخه ، د لاباثباته ،آرامې او ځلیدونکي سیمې جوړول دي او په دې باب ئې یولړ نوښتونه هم وړاندې کړي دي .
د ایران خارجه وزیر هیله ښودلې ، د ایران ګاونډیانو هم دا زده کړي وي ، چې ددې په تمه نشي پاتیکیدلی چې پردي ورته امنیت تامین کړي ،ځکه چې جغرافیائي تقدیر دا دی چې ګاونډیان تل دیوه بل تر څنګ باقي پاتې شي .