د بندیزونو په دوام موندلو سره برجام خپل ارزښت د لاسه ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i96432-د_بندیزونو_په_دوام_موندلو_سره_برجام_خپل_ارزښت_د_لاسه_ورکوي
د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سیاسي مرستیال وویل: د بندیزونو د نه لیري کېدو په صورت کې برجام موږ ته هیڅ ارزښت نه لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 13, 2021 03:13 Asia/Kabul
  •  د بندیزونو په دوام موندلو سره برجام خپل ارزښت د لاسه ورکوي

د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سیاسي مرستیال وویل: د بندیزونو د نه لیري کېدو په صورت کې برجام موږ ته هیڅ ارزښت نه لري.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر سیاسي مرستیال سید عباس عراقچي د حضرت ایت الله خامنه ای د اطلاع رسونې (KHAMENEI.IR) سره په مرکه کې وویل: د بندیزونو لیري کول زموږ له نظره اول هغه ټول بندیزونه دي چي په برجام کې یې وړاندوینه شوې وه، دوهم بیا هغه بندیزونه دي چي له برجام څخه د امریکا تر وتلو وروسته ولګېدلې او دریم هغه بندیزونه دي چي په حقوقي پلمو سره یې صرف عنوانونه بدل شوي دي.

هغه زیاته کړه: د رېښتنولۍ د ازموینې په لړ کې باید د بندیزونو د لیري کېدو اثرات په عملي ډګر کې تر سترګو شي.

عراقچي وویل: هغه څه چي زموږ لپاره مهم دی، د بندیزونو د لیري کېدو اثرات دي، د بندیزونو لیري کول صرف په پاڼو باندې یوه تشه امضا ده خو د بندیزونو د حقیقي لیري کولو اثرات په عملي ډګر کې ځان ښکاره کوي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سیاسي مرستیال څرګنډه کړه: امریکایان په بندیزونو باندې وراوږد شوي دي، امریکا له برجام نه وروسته د اوباما له دورې څخه په کارړنګونو لاس پوري کړه چي د برجام په چوکاټ کې د ایران ګټې راکمي کړي.

عراقچي زیاته کړه: د برجام په مساله کې د ایران له لوري د ژمنو په عملي کېدو کې کمی د ملي ګټو په لړ کې دی، که مو په خپلو ژمنو عمل ته دوام ورکړي وای هرو مرو اوس به د لا سختو حالاتو سره مخ شوي وای او امریکا به په خپل زیاته غواړې دریځ نور هم ټینګار کړې وای.

نوموړي زیاته کړه: د برجام په چوکاټ کې د اروپایانو او امریکایانو د سرغړونو د امله ایران ته د اوښتیو زیانونو بحث ډېره جدي مساله ده، د اسلامي انقلاب ستر لارښود هیڅکله د مذاکراتو په اړه خوشبین نه و، اوس معلوم شو چي په ټولو مواردو کې د هغوی نظر صحیح وو.