ایران تراوسه د سوریې لخوا هیڅ پیغام نه دی ترلاسه کړی
د ایران د خارجه وزیر لوړرتبه مرستیال علي اصغر حاجي وویل په سوریې کښې د ایران شتون د دمشق د حکومت په رسمي بلنه دی او مونږتراوسه د خپلو عسکرو د ایستلو لپاره هیڅ پیغام نه دی ترلاسه کړی .
علي اصغر حاجي پرون د روسیې له اسپوتینک خبري اژانس سره په مرکه کښې له سوریې د ایران د عسکرو د ایستل کیدا په هکله وویل تهران د خپلو عسکرو د ایستلو لپاره له سوریې څخه تراوسه هیڅ پیغام نه دی ترلاسه کړی او مونږ د دمشق په غوښتنه په دغه هیواد کښې شتون لرو او دغه شتون به تر هغه وخت پورې چې د سوریې خلک او حکومت ورته ګروهنه ولري دوام ولري .
د ایران دغه لوړربته ډیپلوماټ په دې خبرې سره چې هغه هیوادونه باید له سوریې ووځي کوم چې په غیر قانوني ډول هلته ورغلي دي او د سوریې ځینې سیمې یې نیولي دي ټینګار وکړ د سوریې سیمې باید د دغه هیواد د حکومت تر واک او ملي امنیت لاندې وي کوم چې هلته امنیت سیسټاماټیک کوي .
د ایران د خارجه وزیر لوړرتبه مرستیال علي اصغر حاجي په سوریې کښې د لبنان د حزب الله او د ایران د عسکرو په مرکزونو باندې د صهیونیسټ رژیم د بیا بیا حملو په هکله وویل په سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم د جوړیدا له لومړیو څخه د دغه رژیم ماهیت په طبیعي ډول ظالمانه او غلیمانه دی او د اسرائیلو روده او لاره د فلسطین د خلکو او د ګاونډیو پرضد ده .
هغه وویل په داسې حال کښې چې د سوریې حکومت له ترهګرو سره جنګیږي د اسرائیلو رژیم بیا له ټروریسټانو سره مرستې کوي .