ایران به ډیر زر د کرونا واکسن یو ستر تولیدونکی وګرځي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i96546-ایران_به_ډیر_زر_د_کرونا_واکسن_یو_ستر_تولیدونکی_وګرځي
د ایران د روغتیا وزیر وویل: ایران به تر راتلونکو دریو میاشتو پورې په نړۍ کښې د کرونا واکسن په یو ستر تولیدونکي بدل شي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 16, 2021 06:45 Asia/Kabul
  • ایران به ډیر زر د کرونا واکسن یو ستر تولیدونکی وګرځي

د ایران د روغتیا وزیر وویل: ایران به تر راتلونکو دریو میاشتو پورې په نړۍ کښې د کرونا واکسن په یو ستر تولیدونکي بدل شي.

د ایران د روغتیا وزیر وویل: ایران به تر راتلونکو دریو میاشتو پورې په نړۍ کښې د کرونا واکسن په یو ستر تولیدونکي بدل شي.

سعید نمکي پرون هم داشان ویلي دي: تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې به په ایران کښې د خطرناکو ناروغیو لرونکي زیاتره کسانو ته د کرونا د مخنیوي واکسن ولګول شي.

هغه څرګنده کړه چې ایران به د ځینو ګاونډي هیوادونو په اپوټه، اجازه ورنه کړي چې تر څو یو واکسن د تایید پړاؤ ته نه وي رسیدلې، هغه استعمال کړي.

ښاغلي نمکي په دې خبرې سره چې امریکې د ایران خلاف د تاریخ ترټولو ظالمانه بندیزونه ولګول، زیاته کړه: که څه هم د کرونا د خپریدو په اوج کښې د دغو بندیزونو له امله ایران نه شو کولې چې هیڅ ډول درمل له بهر څخه وارد کړي خو د د خلکو او مسئولانو په کوششونو سره، د امریکې ټولو غلیمانه سیاستونو ماتې وخوړله.