د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په باب بیا بحث ناممکن دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i96602-د_جامعې_نړیوالې_ایټمي_موافقې_په_باب_بیا_بحث_ناممکن_دی
د اسلامی ایران ولسمشر په دې په ټينګار سره چې د ګواښ ،دباؤ اوزور له لارې دمشکلاتو حل لټول ، د ایران د ولس په وړاندې یقینا یوه ماته خوړلي چاره ده ، وئيلي دي ، یوازې په متقابل احترام او عقلانیّت مشتملو لارو چارو سره پر مشکلاتو برلاسه کیدلی شي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 17, 2021 02:09 Asia/Kabul
  • د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په باب بیا بحث ناممکن دی

د اسلامی ایران ولسمشر په دې په ټينګار سره چې د ګواښ ،دباؤ اوزور له لارې دمشکلاتو حل لټول ، د ایران د ولس په وړاندې یقینا یوه ماته خوړلي چاره ده ، وئيلي دي ، یوازې په متقابل احترام او عقلانیّت مشتملو لارو چارو سره پر مشکلاتو برلاسه کیدلی شي .

زمونږ خبریال راپور راکړ د  اسلامی ایران ولسمشر حسن روحاني  پرون ناوخته د سویس  له ولسمشر ګاي پارملین سره په ټيلیفوني تماس کې  د مختلفو  هیوادونو د ډيرو زیاتو هلوځلو  دنتیجې په توګه د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  په باب  بیا بحثونه و پرانیستل ئې ناممکن بللي او  دا کار ئې د ملګروملتو دامنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک خلاف بللی دی .

  ډاکټر حسن روحاني په دغه تماس کې  د تهران اوبرن  ښې اړیکې تاریخي او ژورې  بللي  او ټينګار ئې کړی دی ، لازمه ده  دغه ښې اړیکې  د متقابلو لوړو ظرفیَتونو ته په پام سره   لازیاتې  اودګډو لارو چارو  د نقشې په چوکاټ کې  لاپراخې او ژورې شي .

  د اسلامی ایران  ولسمشر په دې په ټينګار سره چې  د ګواښ ،دباؤ اوزور  له لارې دمشکلاتو حل لټول ، د ایران د ولس په وړاندې یقینا یوه ماته خوړلي چاره ده ، وئيلي دي ، یوازې په  متقابل احترام  او عقلانیّت مشتملو  لارو چارو سره پر مشکلاتو  برلاسه  کیدلی شي .

 ډاکټر روحاني  ددې خبرې په کولو سره چې  د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  په وړاندې د تهران سټراټژي  په بشپړ ډول مشخصه ده روښانه کړې ،دامریکا له خوا دبندیزونو یوازې  پر کاغذپه  ختمولوسره نه ،بلکې په عملي لغوه کولو سره به  هغو ژمنو ته د مونږ بیرته ستنیدا له ځان سره ولري ، چې  د  جامعې نړیوالې ایتمي موافقې  په اساس  مو کمې کړي دي .

 دسویس ولسمشر هم  په دغه ټیلیفوني تماس کې  په نړیوال ډګر کې اوسني شرائط  دخپلو ژمنو دترسره کولو لپاره  دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې د درستو  لورو دبیرته ستنیدا لپاره یو بیا ښه فرصت بللی او وئيلي ئې دي ،سویس تیار دی  په دې باب بیا  هلې ځلې وکړي . پارملین  همداراز  یمن ته  دامنیت دبیرته ستنیدا  او دسیمه ایزو ملګرتیاؤ پیاوړتیا اهمیّت ته په اشارې سره وئيلي دي ، ایران  هغه اغیزشیندونکي رول ته په پام سره  چې  په سیمې کې  ئې لري ،  د اروپائي  اتحادئې پشمول  له نورو هیوادونو سره په مرستې سره  یمن ته بیرته آرامښت ستنولی شي .