نړیوال استکبار د مذهبونو ترمنځ اختلاف رامینځته کوي
مهر خبري اژانس وايي د اسلامي مذهبونو د نږدې کولو د نړیوالې ټولنې مشر حجت الاسلام والمسلمین حمید شهریاري وویل استکبار په نرم جنګ سره د مذهبونو او د قومیتونو ترمنځ د اختلاف د رامینځته کولو هڅه کوي .
هغه پرون وویل د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د دوه څلویښتو (۴۲) کلونو په تیریدا سره نړیوال استکبار د ایران د سپیڅلي دفاع د اتو (۸) کلونو په شمول په خپل ټول توان او اوس په اقتصادي جنګ سره د ایران د اسلامي انقلاب د نابودولو هڅه کوي خو د ایران د ملت په استقامت او مقاومت سره یې ماتي خوړلي ده .
حجت الاسلام والمسلمین شهریاري د ایران د ملت او د نورو اسلامي هیوادونو پرضد د امریکا او د صهیونیسټ رژیم نرم جنګ ته په اشارې سره وویل له تیر وخت راهسې د امریکا غوښتنه دا ده چې د ځان په ګټه د ملتونو سرچینې چورتالان کړي خو د ایران اسلامي انقلاب دغه معادله ګډه وډې کړي ده او همدا اوس له نرم جنګ څخه د تفرقې او د اختلاف د رامینځته کولو لپاره استفاده کوي .