په ایران کې نور ۶۸کسان د کرونائي ویروس قرباني شول
تر دې دمه په کرونا ککړ یومیلیون درې لکه اته دیرش زره کسان هم په درملنې پسې ښه او له روغتوننو هم رخصت شوي دي .
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران د روغتیائي وزارت ویندوئې میرمن سیما سادات لاري نن په هیواد کې په کرونا ویروس دککړوکسانو د احصایو په اعلانولو سره وئيلي دي ،په تیرو۲۴ساعتونو کې په کرونا ویروس نور اوه زره نهه سوه دوویشت کسان ککړ شوي چې له دوي څلور سوه دوه اویا ککړ کسان په روغتونونو کې بستري شوي او تر دې دمه په ایران کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر هم یو میلیون پنځه لکه شپږ شپیته زره تنو ته زیات شوی دی .
میرمن سیما سادات لاري وئيلي ، له بده مرغه په تیرو شواروز کې په کرونا ککړو اته شپیته کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی چې له دوي سره په درست ایران کې تر دې دمه د کرونائي قربانیانو شمیر نهه پنځوس زره څلور سوه نهو تنو ته زیات شوی دی . هغې زیاته کړې ، تر دې دمه په کرونا ککړ یومیلیون درې لکه اته دیرش زره کسان هم په درملنې پسې ښه او له روغتوننو هم رخصت شوي دي .