د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه :-
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i96850-د_ایران_او_د_افغانستان_ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به د ایران او د افغانستان ورځپاڼې ولولو او تاسو به له مهمو سرټکو خبر کړو هیله ده چې د لوستلو وخت یې ولرئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 23, 2021 09:19 Asia/Kabul
  • د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه :-

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به د ایران او د افغانستان ورځپاڼې ولولو او تاسو به له مهمو سرټکو خبر کړو هیله ده چې د لوستلو وخت یې ولرئ .

نن به لومړۍ کیهان ورځپاڼه ولولو .

د سوریې په چارو کښې د امریکا  پخواني ځانګړي استازي جیمز جیفرې په اوکلاهما پوهنتون کښې د مینځني ختیځ د مطالعاتو د مرکز مشر ته وویل د امریکا هدف دا و چې د ایران خلک تر پښو لاندې کړي خو د ایران پرضد د واشنګټن د زیات دباو سیاست ماتي خوړلي ده .

تحقیقات وايي چې په تیر میلادي کال کښې د انګلستان  د بې کوره میرمنو د مړینې اندازه ډیره زیاته شوي ده .

یوې(۱) نړیوالې مرستندویه موسسې اکسفام وویل په سعودي عربستان باندې د انګلستان د وسلو خرڅول د یمن پرضد د ریاض د جنګ د اوږدیدا سبب شوي او بریتانیا په عربستان باندې د وسلو له خرڅولو پینځلس (۱۵) میلیارډه پونډه ګټه پورته کړي ده .

د متحده عربي اماراتو د دوبۍ د واکمن د لور لطیفه المکتوم  وکیل ډیویډ هیګ  ایشوا کړه د ځايي حکومت ساتونکي چې دې هلته بندي ده لسمونکي اقدامات ترسره کوي چې هغه  خودکشۍ ته مجبوره کړي .

په داسې حال کښې چې په امریکا کښې د کورونا ویروس له کبله د وژل شویو کسانو شمیر له پینځه لکه یولس زرو (۵۱۱۰۰۰)څخه زیات شوی دی د امریکا د روغتیا وزارت یوه(۱) لوړرتبه چارواکي خبرداری ورکړ کورونا ویروس  په امریکا باندې ویرونکي شرایط ورتپلي دي .

د صهیونیسټ رژیم خارجه وزیر د مصر د انرژۍ له وزیر سره په کتنې  کښې قاهره د تل ابیب سټراټيژیک شریک وباله او د سازباز په نوم له خیانت د ډک بهیر پر مخ بیولو کښې یې د مصر رول وستایه .

په امریکا کښې نظرسنجیانې وايي  د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د نوي سیاسي ګوند د جوړیدا په بڼه کښې د ریپبلیکن ګوند نیم غړي له دغه ګوند سره یوځاې کیږي .

د امریکا پخواني ولسمشر ټرمپ د یوه(۱) نوي  ګوند د جوړولو ژمنه کړي ده .

د پوځ د کودتا پرضد په میانمار کښې د عمومي اعتراض په وخت په زرګونو اعتراض کونکو د حکومتي چارواکو له ګواښ سره سره اعتراضیه غونډه وکړه او کارونه یې پریښودل .

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو  اوس به د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼې مهم سر ټکي درسره شریک کړو .

د سعودي عربستان باچا سلمان بن عبدالعزیز په یوه(۱) پټ پیغام کښې د امریکا له ولسمشر جوبایډن څخه وغوښتل د عربستان په حکومت باندې د نیوکه کونکي خبریال جمال خاشقچي د وژلې په هکله برابر شوی راپور خپور نکړي .

د امریکا خارجه وزیر انتوني بلینکن ژمنه وکړه واشنګټن د میانمار د پوځ پرضد چې په کودتا سره یې د حکومت کنټرول په لاس کښې اخیستی دی پریکنده اقدام ترسره کړي .

د ترکیې پولیسو د امنیتي ځواکونو لخوا په انقرې کښې د څوارلسو (۱۴) خارجي وګړو په  شمول له داعش ترهګرې ډلې سره په ملګرتیا د پینځودیرشو (۳۵) تورنو کسانو د نیولو خبر ورکړ .

د عراق د اسلامي نجبا مقاومت غورځنګ مبارزانو د الحشد الشعبي د دولسمې(۱۲) لیوا په چوکاټ کښې د بغداد په شمال کښې د ترهګرو په پټنځای باندې ناڅاپه حملې سره د داعش والي او شرعي مفتي هلاک کړ او د دغه ترهګرې ډلې یوشمیر عناصر یې ونیول .

یوې ترټولو سترې مرستندویه موسسې اکسفام په یوه(۱) راپور کښې وویل انګلستان په سعودي عربستان باندې د وسلو په خرڅولو سره د یمن پرضد جنګ اوږدوي .

د اروپا پارلمان امریکا ته ګواښ وکړ دغه اتحادیې ته د واکسین د سپارلو لپاره په خپلو ژمنو باندې د عمل نه د کولو په بڼه کښې  اروپا هم واشنګټن ته د واکسین د تولید لپاره د لومړنیو موادو صادرول بندوي .

د کریملین ماڼۍ سوریې ته د روسیې د واکسین د استولو په هکله د امریکا او د اسرائیلو د ځینو رسنیو د خبرونو د تائیدولو یا دروغ بللو  په  هکله د خبریالانو پوښتنې ته په غبرګون کښې وویل ماسکو د سوریې له حکومت سره مرسته کړي ده او وبه یې کړي .

د عراق پخواني لومړي وزیر او د قانون د حکومت د ائتلاف اوسني مشر نوري مالکي ټینګار وکړ د هیواد اهل سنت او کردان په عراق کښې د امریکا د عسکرو د پاتې کیدا لپاره هیڅ ګروهنه نلري .

د لبنان د حزب الله د مشر مرستیال شیخ نعیم قاسم ټینګار وکړ دغه غورځنګ د اسلام او د مسلمانانو پرضد د صهیونیسټ رژیم او د امریکا له دسیسو سره د مقابلې لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت په څنګ کښې ولاړ دی .

د یمن په مارب ولایت کښې د القاعده وهابي ترهګرې ډلې مشر «ابوالحسن المصری» په یوې(۱) وینا کښې د یمن د پوځ او د انصار الله غورځنګ پرضد د جنګ غوښتنه وکړه .

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې ګرانو لوستونکو  اوس به د کابل چاپ ورځپاڼې ولولو  .

هشت صبح ورځپاڼې د حکومت پر وړاندې د یو شمېر پرتو خنډونو د لېرې کېدو پر مسئلې سر لېکنه کړې ده.

هشت صبح ورځپاڼې زیاته کړي ده  حکومت د روانې اوونۍ په ترڅ کې د درېیو لویو ستونزو په هوارولو بریالی شو چې دا د اوسني حکومت لپاره چې له ګڼو نېوکو سر مخ دی یو ښه زیری کیدای شي.

د ورځپاڼې اشاره د ټرانسپورټي شرکتونو د اعتصاب پای ته رسولو، د صرافانو سراسري شورا اعتراض او د نوې مالي کال د بودجې طرحې ته ده چې د ولسي جرګې له لوري تصویب شوه.

خو ورځپاڼې ټینګار کړی، اوس چې حکومت له دغو ننګونو څخه په بریالیتوب وتلی، باید له اعتصاب کووونکو او ولسي جرګې سره کړې ژمنې عملي کړي.

د لېکوال په وینا،که حکومت خپلې کړې ژمنې عملي نه کړي د دې تمه باید ولري چې بیا ځلي به له ورته اعتراضونو او ننګونو سره مخ شي چې بیا به د ستونزو هوارول ورته د اوس په څېر اسانه نه وي.

()

مسیر ورځپاڼې په دې پوښتنې سره خپله سرمقاله پیل کړې، ولې باید د امنیتي ځواکونو پلانونه افشا شي؟

د ورځپاڼې اشاره د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح وروستیو څرګندنو ته ده چې ویلي یې دي، د پاکستان له لوري طالبانو ته یو ډول نوي ماشینونه رسېدلي چې ترهګرو هغه په سراچه موټرونو کې ځای پر ځای کړي او ښاغلي صالح پولیسو ته سپارښتنه کړې چې له دې وروسته سراچه ډوله موټرې په جدي توګه تر څارنې لاندې ونیسي.

لېکوال د امرالله صالح په دغو څرګندونو تُندې نیوکې کړي او لیکلي یې دي چې که رښتیا هدف دا وي چې دا بریدګر او د دوی ټوله شبکه ونیول شي، نو دا خبره باید پټه ساتل شوې وای او یوازې امنیتي او کشفي ارګانونه پرې خبر وای.

خو د لیکوال په وینا اوس داسې ښکاري چې امرالله صالح نه غواړي دا کسان ونیول شي او یوازې هغوی خبروي چې امنیتي ځواکونو یې تکتیک پېژندلی او نور دې یې نه کاروي.

لیکوال ادعا کوي چې حکومتي چارواکي اوس د دې پرځای چې د دغو پېښو مخه ونیسي، هڅه کوي چې خلک ووېروي، یا غواړي خپل نظر څرګند کړي او په وینا یې چې دوی اوس د مسوولینو پر ځای د سیاسي شنونکو رول لوبوي او خپله دنده نه ترسره کوي.

د سرمقالې لیکوال همدارنګه ټینګار کړی چې حکومتي چارواکي باید د ځان ښودنې او د خلکو په سترګو کې د خاورو اچولو  پر ځای، هڅه وکړي چې د روانو چاودنو او وژنو مخه ونیسي.

()

هېواد دولتي ورځپاڼې د کابل په « برکي» څلور لارې کې د پوليسو پر رنجر ډوله موټر د وړمې ورځې چاودنې ته خپله سرمقاله ځانګړې کړې ده.

ورځپاڼې لیکلي، د دې پېښې په ليدلو سره ان سخت زړی دښمن هم خواشينی کېږي او دا د ستر بشري جنايت هغه انځور دی چې په هېڅ قوم، ديني او مذهب کې يې بېلګه نه ده ليدل شوې.

ورځپاڼې پر ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې هم غږ کړی چې دا پردۍ جګړه بنده او مخنيوی يې وکړي.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې  ګرانو لوستونکو  ورځپاڼو ته کتنه پاې ته ورسیدله نور له تاسو اجازه غواړو د خدای په امان .