له نړیوالې ایټمي موافقې د امریکا تروتلوپورې ایران ژمنوته پابندؤ
د امریکا د خارجه وزارت ویندوي دخپلو څرګندونو په دوام کې وئيلي دي، باید ددغه ټکي یادونه وکړو چې مونږ د ایټمي انرژۍ پر نړیوال آژانس بشپړ اعتماد لرو ، کله جامعه نړیواله ایټمي موافقه په بشپړ ډول د اجرا په حال کې وه ، ایران هم خپلې ژمنې په بشپړ ډول رعایتولې ، د آژانس چارواکي په ایټمي موافقې کې خپلو ژمنتو ته د ایران په پابندۍ راضي وو .
تسنیم خبري آژانس راپور ورکړی،د امریکا د خارجه وزارت ویندوي نډ پرایس بیګا په یوې خبرې ناستې کې منلې ده چې ایران له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د امریکا د تیر کرغیړن ولسمشر ټرمپ تر وتلو مخکې پورې په بشپړ ډول دنړیوالې ایټمي موافقې په مادو کې خپلو ژمنو ته پابنده ؤ .
نډپرایس له نړیوالې ایتمي موافقې دډونالډټرمپ د حکومت تر وتلو مخکې پورې خپلو درستو ایټمي ژمنتیاؤ ته د ایران پر پابند پاتیکیدا په ټینګارسره زیاته کړې ده،د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس راپورونه پر دغې مدعا شاهد دي .
د امریکا د خارجه وزارت ویندوي دخپلو څرګندونو په دوام کې وئيلي دي، باید ددغه ټکي یادونه وکړو چې مونږ د ایټمي انرژۍ پر نړیوال آژانس بشپړ اعتماد لرو، کله جامعه نړیواله ایټمي موافقه په بشپړ ډول د اجرا په حال کې وه ،ایران هم خپلې ژمنې په بشپړ ډول رعایتولې،د آژانس چارواکي په ایټمي موافقې کې خپلو ژمنتو ته د ایران په پابندۍ راضي وو .